ډاکټرعبدالله: داوربند په اړه له طالبانو سره خبرې جریان لري
ډاکټرعبدالله: د اوربند په اړه له طالبانو سره خبرې جریان لري د افغان حکومت د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وايي، ددې لپاره چې د افغانستان خلک له خپلې راتلونکې باور وکړي او د سولې له روانې پروسې ملاتړ نور هم غښتلی شي؛ طالبان باید اوربند کړي۔
ډاکټر عبدالله چې په کابل کې یې د ملي مصالحې عالي شورا د ځوانانو کمېسیون د پرانستنې په مراسمو کې وینا اوروله وویل، چې د خپلې اینده په اړه د افغانستان د خلکو د اطمنان او د سولې پر پروسې د باور د لا غښتلتیا په موخه باید طالبان اوربند ومني او د جګړې د شدت کچه راکمه کړي.هغه وړاندې زیاته کړې، چې په اوسني وخت کې د جګړې د شدت کچه لوړه ده چې د منلو وړ نه ده خو په وینا یې، په همدې اړه له طالبانو سره خبرې روانې دي، تر څو اوربند وشي.
هېره دې وي، چې له کابو دریو اوونیو راپدېخوا په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتي ټیمونو تر منځ د افغان سولې خبرو دوهم پړاو پیل شوی دي.د حکومت مذاکراتي ټيم وایي، دوی په مذاکراتو کې خپل لومړیتوبونه او د خبرو پر مېز د بحث وړ موضوعات طالبانو ته سپارلي او هغوی لا په خپلمنځي مجالسو بوخت دي.
د حکومت مزاکراتي ټيم د غړو په وینا، هیلمن دي چې اوربند به د مذاکراتو پر مېز د مطرح کېدونکو موضوعاتو په راس کې قرار ولري.خو دویی په دې هم ټینګار کوي چې دواړه لورې باید د بل خر څه نه زیات د اویربند خبره مطر ح کړي.تر څو په سوله باور زیات شي او افغانستان کې دایمي سوه راشي.
طالبان که څه هم په مذاکراتو کې د اوربند د موضوع له مطرح کېدونکو سره مخالفت نه ښيي؛ خو ټینګار لري، چې مذاکرات باید په اسانه او داسې موضوعاتو پیل شي، چې مشترکات پکې ډېر وي او په اساس یې د دواړو لورو تر منځ د باور فضاء جوړه شي.دویی چې دواړه لورې باید سولې تامین لپاره ګډ کار وکړي.