لوبې خبرونه

ډاکټر حامد شینواری: ډېر ژر به لوبغاړي خپلو کورنیو سره یوځای شي

ډاکټر حامد شینواری: ډېر ژر به لوبغاړي خپلو کورنیو سره یوځای شي په کابل هوایي ډګر کې د وروستیو چاودونو وروسته په انګلستان کې لوبیدوونکي افغان لوبغاړي هم د خپلو کورنیو په اړه انديښمن شوي دي،

خو د افغانستان کرکټ بورډ اجرایوي مشر حامد شینواري له اې این ای سره په خبرو کې ویلي،چې څنګه هوايي ملکي الوتنې پیل شي،افغان لوبغاړي به وکولای شي چې له خپلو کورنیو سره یو ځای شي.د رژیم د بدلیدو سره هر یو کس انديښمن و.خو اوس حالت په ښه کیدو دي،چې څنګه عادي پراوزونه پرانیستل شي،

انګلستان کې لوبیدونکي لوبغاړي به هم ډير ژر له خپلو کورنیو سره یو ځای شي.حامد شینورای زیاتوي،بهر کې لوبیدوونکي لوبغاړي که چیرې خپلو کورنیو لیدو لپاره افغانستان ته راشي،کومه ستونزه نشته.

20210830 165852

که څه هم حامد شینواري دا ښکاره نه کړه چې ملي لوبغاړي افغانستان ته د خپلو کورنیو لپاره راځي او که یې کورنۍ له افغانستان څخه بهر ځي.

خو داسې ښکاري چې په افغانستان کې د وروستیو تحولاتو وروسته د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ځینې مشهور لوبغاړي غواړي چې خپلې کورنۍ له افغانستان څخه وباسي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button