افغانستان

ډاکټر هاتف مختار: د هیبت الله غیراسلامي رژیم پرضد باید افغانان پاڅون وکړي

د طالبانو پخوانی مدافع او اوسنی منتقد هاتف مختار وايي، د اسلامي رژیم غیر اسلامي دی

ډاکټر هاتف مختار په افغانستان کې د جمهوري نظام پر مهال ناورې کې و او له شاوخوا لسو کلونو راهیسې یې یو شمېر نورو بهر مېشتو افغانانو سره په ګډه په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د حضور خلاف د طالبانو تبلیغاتي ملګرتیا پيل کړې وه.

د طالبانو د رژیم یو مخکینی سرسخت مدافع ډاکټر هاتف مختار، چې له څه مودې راهیسې د دوی په منتقد بدل شوی، وایي د ملا هبت الله په مشرۍ واکمن طالب رژیم اسلامي نه دی او خلک دې یې پر ضد قیام وکړي.

د طالبانو خلاف د انسجام هڅې

د هغه په وینا، نه یوازې ده؛ بلکې یوه لویه برخه نورو کسانو هم د طالبانو خلاف د افغانستان دننه د انسجام هڅې پيل کړي او د ملي ګټو د تامین لپاره غواړي یا طالبان اصلاح او یا له واکه لیرې کړل شي.

نور ولولئ: د بشري حقونو د څار سازمان: طالبانو افغانستان د بشري حقونو له جدي بحران سره مخامخ کړی

نور ولولئ: د بشري حقونو یو بنسټ: منیژه صدیقي دې د طالبانو له بنده خوشي شي

هغه په دې تړاو نور جزیات ورنه کړل، خو ادعا یې وکړه چې د طالبانو د رهبرۍ یو شمېر کسانو د نجونو د زده کړو، د ښځو د حقونو، فردي ازادیو د تامین او د طالبانو لخوا د قدرت د انحصار او بې قانونیو پر وړاندې د اعتراض له امله دی او د کورنۍ غړي یې بندیان کړي او ان په مرګ ګواښلي.

نوموړي ادعا وکړه، چې لا هم د افغانستان په یوه سیمه کې پټ ژوند کوي او د طالبانو خلاف به انتقاد او مبارزه وکړي.

gs sznzbiailyty

پر رسنیو د طالبانو کنټرول

ډاکټر هاتف مختار د طالبانو تر واک لاندې کابل څخه یو شمېر نشرات لرونکي خصوصي تلویزونونه تورن کړل، چې د طالبانو په کنټرول کې دي او د ده په ګډون د نورو اصلاح غوښتونکو غږونه خاموشه کوي.

هغه په عین حال کې وویل، چې د جمهوري نظام پر مهال ناورې کې و او له شاوخوا لسو کلونو راهیسې یې یو شمېر نورو بهر مېشتو افغانانو سره په ګډه په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د حضور خلاف د طالبانو تبلیغاتي ملګرتیا پيل کړې وه.

هاتف مختار له څه مودې راهیسې په څو مرکو کې د طالبانو مشر ملا هبت الله ننګولی او ویلي، چې هغه د چا زوی دی، پیغمبر که صحابي دی، چې میلیونونه نجونې او ښځې یې له کار او زده کړو منع کړي او د افغانانو ازادۍ او حقونه یې تروړلي؟

طالبانو د نوموړي څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو هغه ادعا لري چې د طالبانو استخبارات د سوشل میډیایي تبلیغاتو لپاره نږدې ۵ زره معاش خواره لري او د هغو په وسیله د ده خلاف کنځلې او تبلیغات کوي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button