نړیوال خبرونه

ډونلډ ټرمپ به بدنامې کړې لیکوالې ته ۸۳ میلیون ډالره تاوان ورکوي

یوې محکمې ټرمپ ته امر کړی چې بدنامې کړي لیکوالې ته ۸۳ میلیونه ډالره تاوان ورکړي

د امریکا په نیویارک کې یوې محکمې پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته امر کړی چې د لیکوالې جین کارول د نوم بدوالي له امله ۸۳،۳ میلیونه ډالره جریمه پرې کړي. دغه قضیه په ۲۰۱۹ کال کې د نوموړي د ولسمشرۍ پر مهال شوې وه.

ښاغلی ټرمپ تر دې مخکې په ۱۹۹۰ لسیزه کې د جین کارول د بدنامولو او پر هغې د جنسي ځورونې په تړاو پنځه میلیونه ډالره جریمه شوی و.

د کارول وکیلانو له غوښتنو لوړ رقم

د جمعې په ورځ د محکمې پلاوي لخوا ورکړل شوې جریمه کې ۱۸.۳ میلیونه ډالر تاوان او ۶۵ میلیونه ډالر جریمه شامل دي.

منصفه هیئت ټرمپ رسما تورن کړ

دغه رقم له هغه ډېر دی چې د کارول وکيلانو يې غوښتنه کړې وه. ښاغلي ټرمپ د محکمې دا پرېکړه “په بشپړ ډول بې ځايه” بللې او وايي پر ضد به يې اپيل وکړي.

نور ولولئ: امریکا؛ د تېرو ټاکنو قضیه کې د ټرمپ د محاکمه کېدو نېټه اعلان شوه

نور ولولئ: ۲۰۲۰ کې د امریکا ولسمشریزې ټاکنې؛ ټرمپ د ټاکنو پر پایلو بدلولو تورن دی

نور ولولئ:  د محرمو اسنادو په قضیه کې د ټرمپ بیا تورنېدل

د محکمې پلاوي چې اووه نارينه دوه مېرمنې په کې وې له شاوخوا دری ساعته بحث وروسته د جريمې لګولو پرېکړه وکړه.

ښاغلی ټرمپ به تاوان د هغه زیان له امله ورکوي چې د ده خبرو د اغلې کارول روغتیا او احساساتو ته اړولی دی.

په دا ډول قضیو کې د ښځو بریا

اغلې کارول په یوه بیان کې ويلي، “دا د ټولو ښځو لپاره چې له راپرځېدو وروسته بېرته جګېږي یوه لویه بریا ده، او د هر ځورونکي لپاره یوه لویه ماتې ده چې د ښځو د سپکاوي هڅه کوي.”

د نوموړې وکيلې روبي کاپلن ويلي، “دا سزا ثابتوي چې زموږ په هېواد کې قانون پر هر چا مساوي عملي کېږي، که حتی هغه بډایه، مشهور، او پخواني ولسمشران هم وي.”

ښاغلي ټرمپ په مکرر ډول هر ډول ناسمه کړنه رد کړې او وايي هېڅکله يې له مېرمن کارول سره نه دي لیدلي.

د محکمې له پرېکړې وروسته نوموړي په مستقیم ډول د اغلې کارول په اړه څه نه دي ويلي خو پر خپله ټولنیزه شبکه پر يوه پوست کې يې د قضيې پايلې غندلې دي.

همدارنګه یې پر قضايي سیستم نیوکه کړې او له کنتروله یې بهر بللی دی.

trump
لیکواله جین کارول

له دې وړاندې بېل کلنټن هم پر یوه ښځه د جنسي تیري کولو په تور تورن شوی و.

دا ډول پېښې په غربي ټولنه کې ډېرې کېږي چې وروسته بیا رسنیو ته درز پیدا کوي، خو هغه یې ډېرې جالبې وي چې ولسمشران او لوړ پوړي چارواکي یې ترسره کوي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button