نړیوال خبرونه

ډونلډ ټرمپ ویلي چې بایډن په افغانستان کې د امریکا عزت خاورې کړ

دی وايي، کله چې بایډن په افغانستان کې د امریکا عزت له پامه وغورځاوه، ‘نړۍ په دوزخ بدله شوې’

ډونالډ ټرمپ وايي له هغې ورځې چې بایډن په افغانستان کې د امریکا عزت له پامه غورځولی، «نړۍ سمه په یو دوزخ بدله شوې ده.»

ډونالډ ټرامپ ویلي چې، د امریکا د دفاعي ځواک سپارل په نړۍ کې د «ډیرو مرګونو» او نه ختمېدونکو ګډوډيو لامل شوي.

جوبایډن یو «کمزوري او فاسد» کس

ښاغلي ټرمپ په اردن کې د ایراني ملاتړو ملېشو په برید کې د درېیو امریکايي پوځیانو وژل کېدو ته په اشارې سره ویلي چې، د جوبایډن تر قوماندې لاندې د امریکا د واک او دفاعي ځواک سپارل د ډېرو مرګونو، سختو کړاوونو او په ټوله نړۍ کې د ګډوډۍ او بې حده مرګونو لاملونه دي.

په اردن کې د درېیو امریکايي پوځیانو وژل کېدل او د دوی له څلوېښتو ډېر ټپیان د بایډن د ادارې پر ضد د امریکا د پخوانیو چارواکو او د کانګرس د غړو غوسه راپارولې ده.

نور ولولئ: پر امریکايي ځواکونو د بریدونو زیاتېدل، عراق او سوریه کې یې د تیارسي امر ورته کړی

نور ولولئ:  امریکايي او برتانوي ځواکونو پر حوثيانو بریدونه کړي

نور ولولئ: د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن اسرائیلو ته ورسېده

ټرمپ ویلي چې، د امریکا ولسمشر د امریکا «دښمنانو» ته دا جرات او وړتیا ورکړه چې په اردن کې د ده د هیواد په اډه کې ګډوډي او ترهګري رامنځته کړي.

نوموړي په اردن کې د امريکايي ځواکونو په بريد کې تر څلوېښتو زياتو ټپيانو ته په اشارې سره وويل، چې ځينې به يې بېرته عادي حالت خپل نه کړي.

thumbs b c 0777af8de4c300d72999bebbda379f93
په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو حضور

جوبایډن امریکا دریمې نړیوالي جګړي ته داخله کړې ده.

ښاغلي ټرمپ ټینګارکړی، تر اوسه هیڅکله داسې نه و شوي لکه دا اوس چې د بایډن په اړه روښانه شوې چې نوموړی نه شي کولای د امریکا د پوځ اعلا سرقوماندان و اوسي.

نوموړي د امریکا ټاکنو ته په اشارې، د خپل هیواد له وګړو څخه وغوښتل چې، جوبایډن او د هغه اداره د نومبر په میاشت کې له سپینې ماڼۍ څخه وباسي، مخکې له دې چې د ډیرو امریکايي وګړو قیمتي ژوند واخیستل شي هغه وخت به بیا ډیر ناوخته وي.

ټرمپ په ځلونو له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر وتلو او د بایډن د ادارې تر څارنې لاندې د دغه بهیر پر مدیریت نیوکې کړې دي. نوموړي په افغانستان کې د امریکايي وسلو او تجهیزاتو پر پاتې کېدو هم نیوکه کړې وه.

له افغانستانه د امریکا له وتلو وروسته دوی ته په نړۍ کې ګواښونه هم ډېر شوي دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button