نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

ډیوېډ کمرون اوکرایین ته په سفر تللی

ډیویډ کمرون د برتانیا د بهرنیو چارو د وزیر په توګه له دندې سره سم لومړی سفر اوکراین ته وکړ

څو ورځې وړاندې د اوکراین ولسمشر پر غربي هېوادونو نیوکه وکړه چې له اوکراین سره د وسلو په برخه کې په مرستو کولو کې پاتې راغلي او دغه هېواد یې هېر کړی دی.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډیوېډ کمرون په خپل لومړي کاري سفر اوکرایین ته تللی او له ولسمشر ولودمیر زېلېنسکي سره یې کتلی دي.

نور ولولئ: له کاناډا زېلنسکي غوښتي چې تر بریا د اوکراین ترڅنګ ودرېږي

کمرون په دغه لیدنه کې یو ځل بیا اوکرایین سره د بریتانیا د ملاتړ ژمنه تکرار کړې، چې دغه هېواد سره هر ډول اخلاقي، ډیپلوماټیک او په ځانګړې ډول پوځی ملاتړ ته چمتو ده “هغه که هر څومره وغځېږي.”

کمرون تازه د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر ټاکل شوی

د ښاغلي کمرون ټاکل کېدل د بریتانیا په کابینه کې د هغو پراخو بدلونونو برخه ده، چې د بریتانیا لومړي وزیر ریشي سوناک د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیره سویله براورمن له دندې ګوښه کړه او پر ځای یې جیمز کلورلي وګومارل شو.

ښاغلي زېلېنسکي کمرون ته د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د هغه د ګومارل کېدو مبارکي ورکړه، او له هغه یې مننه وکړه چې په خپل لومړي کاري سفر اوکرایین ته ورغلی.

نور ولولئ: سوډان کې وروستي بریدونه؛ کېدای شي دغو بریدونو کې د اوکراین لاس وي

ښاغلي زېلېنسکي منځني ختیځ ته په اشارې ویلي: “دا سفر ډېر مهم دی، په ځانګړې توګه اوس وخت کې چې نړۍ اوکرایین کې د جګړې له ډګره پام اړولی دی. د تمرکز وېش واقعا ګټه نه کوي.”

نوموړي زیاته کړې: “موږ اوکرایین سره د بریتانیا له ملاتړ مننه کوو. موږ په بریتانیا کې د اوکرایینی وګړو له تود هرکلی مننه کوو او مونږ په دې خوښ یوو چې تاسو اوکرایین ته راغلي یئ.”

له اوکراین سره د برتانیا هر اړخیزې همکارۍ

ښاغلي زېلېنسکي پر خواله رسنیو د دې لیدنې یو لنډ کليپ خپور کړی چې د ډېویډ کمرون لنډې خبرې په کې راخیستل شوي.

هغه وايي: “ما غوښتل دا مې لومړۍ لیدنه وي. هغه څه چې زه یې دلته ویل غواړم دا دي چې موږ به اوکرایین سره خپل اخلاقي، ډیپلوماټیک، اقتصادي او له هر څه مهم نظامي ملاتړ نه یوازې سږ کال بلکه تر هر وخته چې تاسې ورته اړتیا لرئ دوام ورکړو.”

د بریتانیا دغه پخواني لومړي وزیر همدا رنګه ویلي: “ما بورېس جانسن سره ځینې اختلافات لرل، مونږ یو بل له ۴۰ کلونو راهیسې پېژنو خو له تاسو د هغه ملاتړ تر ټولو ښه کار و چې هغه او د هغه حکومت وکړ.”

د اوکرایین د بهرنیو چارو وزارت ویلي په دې لیدنه کې دواړو خواوو د وسلو د تولید او نورو‌ تسهیلاتو په ګډون د تور سمندرګي په اړه هم خبرې کړي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button