نړیوال خبرونه

ښایي ترکیه له امریکا څخه ایف-۱۶ ډوله جنګي الوتکي ونه پیري

د ترکیې د امنیت شورا او جمهوري ریاست د بهرني سیاست غړي چاګري ارهان ویلي چې ښایي ترکیه له امریکا څخه ایف شپاړل ډوله جنګي الوتکې ونه پيري.

نوموړي ویلي چې ښایي ترکیه د امریکایي الوتکو پر ځای روسي جنګي الوتکې د پيرودلو لپاره غوره کړي.

د روسیې سپوتنیک خبري اژانس سره په خبرو کې ښاغلي ارهان ویلي چې ترکیې له امریکا څخه د دې الوتکو د رانیولو د غوښتنې په برخه کې اشتباه کړې ده. نوموړي ټینګار کړی چې د اوسمهال کاریدونکو جنګي الوتکو په پرتله دا ماډل ډیر زوړ او د سیالۍ وړ نه دی نو باید ترکیه په دې اړه باید سملاسي خپل نظر بدل کړي.

له بل لوري د امریکې متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکین ویلي چې دا هیواد نشي کولی د کانګرس له تاییدۍ پرته پر ترکیه خپلې ایف-۱۶ الوتکې وپلوري.

د دې موضوع په اړه د امریکا د جمهوري غوښتونکو او ډیموکراټ ګوندونو ځینو سناتورانو د امریکې له جمهور رییس جو بایډن څخه غوښتنه کړې وه چې تر هغې باید پر ترکیه دا الوتکې ونه پلورل شي چې په ناټو کې یې د سویډن او فنلنډ له غړیتوب سره هوکړه کړې نه وي.

د دې الوتکو د قرارداد ځنډیدو یو لامل هم دا بلل کیږي چې د کانګرس ځینې غړي غواړي نوموړي دوه هیوادونه د ناټو غړیتوب ترلاسه کړي چې په دې برخه کې ناټو د ترکیې رایې ته هم اړتیا لري چې د ناټو غړی هیواد دی.

له دې وړاندې د امریکې ولسمشر جوبایډن له کانګرس څخه غوښتنه کړې وه چې پر ترکیه د دې الوتکو د پلور اجازه ورکړي.

د امریکایي ورځپاڼې وال سټریټ ژورنال د راپور له مخې چې جوبایډن له کانګرس څخه غوښتنه کړې د دې لپاره چې ترکیه اجازه ورکړي سویډن او فلنډ هیوادونه د ناټو سازمان غړي شي باید د ایف-۱۶ ډوله الوتکو د پلور قرارداد تصویب کړي.

په ناټو کې د غړیتوب لپاره د سویډن او فنلنډ ارمان

دا په داسې حال کې ده چې سویډن او فنلنډ اروپایي هیوادونه له څه مودې راپدیخوا هڅه کوي چې د ناټو سازمان غړیتوب ترلاسه کړي خو د دوی دا غوښتنه د ترکیې له کلک مخالفت سره مخ شوې ده.

 

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button