سیمه ییز خبرونه

کابلوف: طالبان ټول ګدونه حکومت جوړول نه غواړي

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، طالبان ټول ګډونه حکومت نه جوړوي

د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د روسیې دولتي خبري اژانس ټاس ته ویلي چې د مسکو فارمټ ناستې اصلي اجڼدا به په افغانستان کې د طالبانو لنډمهالي یا سرپرست حکومت په پراخ بنسټه کولو خبرې وي.

د افغانستان په تړاو د مسکو فارمټ ناسته د روسیې په کازان کې د راتلونکې سپټمبر میاشتې پر ۲۹ مه جوړېږي.

نور ولولئ: روسیه وايي، امریکا په افغانستان کې داعش او القاعده پالي

روسی استازی وایي لاهم د طالب واکمنو لخوا په حکومت کې د نورو قومونو د ورګډلو سیاست کې بدلون او پرمختګ نه دی راغلی. نوموړی وايي:

“تر اوسه ددې مسئلې ( ټول ګډونه حکومت) په برخه کې پرمختګ نه لیدل کېږي، نو ځکه موږ غواړو چې غونډه را وبولو او په دې برخه کې خپل کار ته دوام ورکړو.”

روسیه یو څه غواړي او طالبان بل څه وايي

روسیه د طالبانو حکومت له بیا راتګه وروسته په وار وار په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت غوښتنه کوي.

خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت بیا وایي حکومت کې یې د ټولو قومونو استازي شته او په دې برخه کې د نورو هېوادونو “فرمایشونه” نه شي منلی.

بل خوا د روسیې ځانګړي استازي دا هم ویلي چې د مسکو فارمټ راتلونکو ناسته کې به له ترهګرۍ سره پر مبارزې او د نشه يي توکو اړوندو جرایمو هم خبرې وشي.

نور ولولئ: افغانستان د ګاونډیو هیوادونو بهرنیو چارو وزیرانو غونډه؛ د طالبانو پلاوی ازبکستان ته تللی

د روسیه او د منځنۍ اسیا هېوادونه اندېښنه لري چې له افغانستان خاورې یې لاهم هېوادونو ته د ترهګرۍ او نشه يي توکو ګواښونه شته.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت هم له وړاندې منلې چې دا ځل به یې پلاوی د مسکو فارمټ په ناسته کې ګډون وکړي.

د مسکو په ناسته کې طالبان ته د ګډون بلنه

دوې اونۍ وړاندې د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزارت ویلی وو چې په کابل کې د روسیې سفیر دیمتري ژیرینوف د بهرنیو چارو وزارت له پرسرست سره په لیدنه کې د دوی حکومت ته د مسکو په ناسته کې د ګډون بلنه ورکړې ده.

بل خوا د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د دوی او نورو هېوادونو ترمنځ اختلافي مسایل باید د خبرو له لارې حل شي او په دا ډول ناستو کې د طالب استازو ګډون ددې لامل کېږي چې نیغ په نیغه سره خبرې وکړي.

د مسکو فارمټ وروستۍ ناسته د تېر کال په نومبر میاشت کې ترسره شوه، په هغه ناسته کې د طالبانو حکومت استازو ته د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button