نړیوال خبرونه

کابل ته د اسد قیصر سفر لغوه شو

کابل ته د اسد قیصر سفر لغوه شو.افغانستان ته د پاکستان د پارلمان د مشر اسد قیصر سفر د امنیتي ستونزو له امله لغوه شوی دی.ټاکل شوې وه چې نن د پنجشنبې په ورځ د پاکستان د اسد قیصر په مشرۍ لوړ پوړی پاکستان پلاوی کابل ته راشي.

او نوموړی هلته له افغان چارواکو سره په دوه اړخیزو مسائلو خبرې کړي.یو شمېر د رسنیو استازي چې په همدې موخه د کابل نړیوال هوايي ډګر ته وربلل شوي وو، رسنیو ته ویلي داسې ښکاري چې د امنیتي ستونزو له کبله د کابل نړیوال هوايي ډګر له سهار اووه بجو راهیسې تړلی دی او ټولې الوتنې یې لغوه شوې دي.او له همدې امله د پاکستان الو تکې ته هم اجازه نده ورکړل شوې.

kam air at kabul airport in 2010 scaled 1

د افغانستان لپاره د پاکستان خاص استازي محمدصادق خان هم په یو ټویټ کې ویلي، چې د پاکستاني پارلمان ریس یا سپیکر اسد قیصر د سپرلۍ الوتکه د کابل هوايي ډګر کې د ښکته کېدو په حال کې وه، چې د هوايي ډګر څارنې برج لخوا ورته د هوايي ډګر د بندېدو خبر ورکړل شو.او الوتنه بیرته اوچته شوه.

همداراز ویلي چې د لیدنې د بلې نیټې په اړه به له دوه اړخیزو مشورو او پرېکړې وروسته خبره کیږي.ښاغلي صادق چې د همدې پلاوي برخه ؤ، تردې وړاندې رسنیو ته ویلي ؤ، چې په دې پلاوي‌ کې د پاکستان د پارلمان یو شمېر غړي‌ او چارواکي شامل دي.

د هغه‌ په ویناد پلاوي‌ غړي به له ولسمشر «اشرف غني» د بهرنیو چارو له وزیر حنیف اتمر د ولسي جرګې له مشر میر رحمان رحماني‌ او نورو افغان چارواکو سره لیدنې ولري.دوی به د افغانستان او پاکستان تر منځ اړیکې ښه کولو په برخه کې خبرې وکړي.

په کابل کې هم د حکومت له لوري د پاکستاني‌‌ پلاوي‌ راتګ ته چمتووالی نیول شوی او په لارو او واټونو کې د پاکستان بیرغونه لګول شوي وو.خو بد بختانه چې یو دم د امنیتي ستونزو له امله دغه سفر وځنډول شو.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button