نړیوال خبرونه

کابل کندهار سړک بیا رغول کیږي

د کندهار او زابل ترمنځ سړک جوړېږي

افغانستان کې د طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت وایي د کابل-هرات تر منځ د ۹۰۰ کیلومتره لاري د بیارغولو چاري یې پیل کړې او په لومړي ګام کې به د کندهار او زابل تر منځ لاره ورغوي.

لویه لاره به د ټول پلازا په توګه جوړه شي

دغه وزارت وایې یاده لویه لاره به د کورنۍ بودیجې او نهو افغان شرکتونو په مرسته د ټول پلازې په توګه ورغول شې، چي بیا به یې عواید د حکومت او شرکتونو تر منځ وېشل کېږي. د کابل- هرات لویه لاره چي له میدان – وردګ، غزني، زابل، کندهار او هلمند ولایتونو تېریږي د افغانستان د ولایتو او د سیمې هېوادونو لپاره د اقتصادي اړیکو د ټینګښت له پلوه خورا مهمه بلله کېږي.

دغه لار دوې لسیزې وړاندې د امریکا، جاپان او سعودي عرب د ۱۸۰ میلیون ډالرو په مرسته په خورا چټکۍ سره ورغول شوه. خو په تېرو دوو لسیزو کې ددغه لارې لویه برخه د جګړو، نه پاملرنې او درانه وزن لرونکو موټرو تګ راتګ له کبله ویجاړه شوه.

نور یی ولوله | د لوګر ولایت اوسېدونکي د ښوونځیو ودانیو له نشتوالي له امله شکایت کوي

نور یی ولوله | یو اماراتي شرکت دی او بل هیڅ هېواد پورې اړه نه لري

د تېر جمهوري حکومت د ټولګټو وزارت د شمېرو له مخي د کابل- کندهار تر منځ د لویې لاري په اوږدو کې نژدې ۱۵۰ پلونه او پلچکونه د طالبانو له خوا په بمونه الوزل شوي دي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ټویټر پیغام کې وايي، د بیارغاونې چارې به د حکومت له خپلې بودیجې تمویل شي. اوس چې دغه ډله واک ته رسېدلي وایي دغه ویجاړۍ بېرته رغوي

د طالبانو حکومت د ټولګټو وزارت ویاند حمیدالله مصباح وایي دغه لويه پروژه به له شرکتونو سره په شریکه د ټول پلازې په توګه رغوي. ټول پلازه په نوره نړۍ کې د حکومت او خصوصي شرکتونو سره یوه داسې هوکړه ده چي خصوصي شرکتونه پر لویو پلونو او لارو پانګونه کوي او بیا یې د یوې ټاکلې مودې لپاره عواید هغه شرکت ټولوي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button