کابل کې د سرو زرو بیو ټیټېدل؛ د هر ګرام په بیه کې ۱۲ سوه افغانۍ کمښت راغلی

په دې وروستیو کې کابل کې د سرو زرو بیو ټیټېدل د خلکو او سوداګرو پام ځانته اړولی دی. په دې مقاله کې د ۲۱ او ۱۸ عیاره سرو او سپینو زرو د نویو بیو او د راټیټېدو د لاملونو په اړه بشپړ جزیات ولولئ.
په کابل کې د سرو او سپینو زرو پلورونکي وايي چې په تېره یوه اوونۍ کې د سرو زرو په بیو کې بې ساري کمښت راغلی دی. د کابل په بازارونو کې د سرو او سپینو زرو کاروباریان وایي، د ۲۱ عیاره سرو زرو د هر ګرام بیه په یوه اوونۍ کې له ۱۰ زره او ۵۰۰ افغانیو څخه ۹ زره او ۵۰۰ افغانیو ته راټیټه شوې ده.
همدارنګه، د ۱۸ عیاره سرو زرو بیه بیا له ۹ زره او ۱۰۰ افغانیو څخه ۷ زره او ۷۰۰ افغانیو ته راښکته شوې ده، چې د تېرو څو میاشتو په پرتله لوی بدلون ښيي.

کابل کې د سرو زرو بیو ټیټېدل، د سپینو زرو بیې هم راښکته شوې
د سرو زرو ترڅنګ، د سپینو زرو په بیو کې هم د پام وړ کمښت لیدل کیږي. د کابل د بازار د معلوماتو له مخې، د هر ګرام سپینو زرو بیه چې یوه اونۍ مخکې ۲۸۰ افغانۍ وه، اوس ۱۸۰ افغانیو ته راټیټه شوې ده.
کابل کې د سرو زرو بیو ټیټېدل، د زرګرانو او پلورونکو لیدلوری
د سرو زرو پلورونکي، سیدالرحمان په دې اړه وویل: «دغه تېرو دوو ورځو کې په د هر ګرام سرو زرو بیه شاوخوا ۱۲ سوه افغانۍ ټیټه وې ده.»

بل پلورونکی، فرهاد زیاتوي چې د بیو دا بدلون د ریکارډ په کچه دی. هغه وویل: «هغه وخت د ۲۱ عیارو سرو زرو بیه له ۱۰ زره او ۵۰۰ تر ۱۱ زره افغانیو وه او اوس ۹ زره افغانیو ته راټیټه شوې. د ۱۸ عیارو سرو زرو بیه بیا د تېرې پنجشنبې پر ورځ ۹ زره او ۱۰۰ افغانۍ وه خو نن (دوشنبې) ۷ زره او ۷۰۰ افغانۍ ده.»
کابل کې د سرو زرو بیو ټیټېدل؛ د خلکو غبرګون
که څه هم د سرو زرو په بیو کې کمښت راغلی، خو د کابل د اوسېدونکو اقتصادي وضعیت د دوی د پېرلو وړتیا اغېزمنه کړې ده. یو شمېر کابل مېشتي، که څه هم د خوشحالیو په مراسمو کې د سرو زرو اخیستل اړین ګڼي، خو اقتصادي ستونزو اړ کړي چې د پېرلو پر ځای خپل سره زر وپلوري.

د کابل اوسېدونکی، اکرام وایي: «ښه شی دی. په پروګرامونو کې هم کارول کیږي او یوه پانګه هم ده. څوک چې سره زر لري، راتلونکې ته یو څه هیله من وي.» خو بل لور ته عمران بیا وایي: «اوس د سرو زرو بیې لوړې شوي او ځوانان یې د پېر وس نه لري. ځینې خلک یې پلوري او د سرو زرو د پلور په پیسو بیا خپل پروګرامونه جوړوي.»
د سرو زرو د بیو د راټیټېدو اصلي لاملونه څه دي؟
د کابل د زرګرانو ټولنه او د اقتصادي چارو شنونکي د دې کمښت لپاره بېلابېل لاملونه په ګوته کوي:
سیاسي تاوتریخوالی: د زرګرانو ټولنې رییس، محمد بشیر احسان زاده وایي، د سرو زرو په بیه کې اوسنی بدلون د ایران او امریکا ترمنځ د ترینګلتیاو له امله دی.
نړیوال مارکېټ: د اقتصادي چارو شنونکی، عبدالحسیب صافي وایي: «د سرو زرو د بیو د ټیټېدو لاملونه سیاسي ناورینونه، جګړې، نړۍوال تورم او د نورو اسعارو پر وړاندې د ډالرو د بیو کمښت دي.»
کابل کې د سرو زرو بیو ټیټېدل که څه هم د پیرودونکو لپاره یو ښه فرصت دی، خو د بازار بې ثباتي او اقتصادي ستونزې لا هم د خلکو د پېرلو پر وړاندې لوی خنډونه دي. تر دې وړاندې د کابل یو شمېر اوسېدونکو د سرو او سپینو زرو د بیو له بې ساري زیاتوالي اندېښنه څرګنده کړې وه، خو اوسنۍ ټیټېدل ممکن په بازار کې یو څه تحرک رامنځته کړي.



