نړیوال خبرونه

کابل کې د کرونا ویروس مثبتو پېښو شمېر ۲۰۰۰ ته رسيږي.

کرونا ویروس د نړۍ به سطحه یوه غټه ناروغي ده او افغانستان کې هم خپره شوې ده دغه ناروغي اول د افغانستان په هرات ولایت کې را څرګنده شوه او اوسمهال هم دغه ناروغي په هرات ولایت کې تر ټولو زیاته ده بیا دې نه بعد د هېواد ټولو ولایتونو ته ورسیده اوسمهال  په افغانستان کي د کرونا ویروس یا کوایډ ۱۹ تنفسي ناروغۍ مثبتي پېښي ۶۶۶۴ ته ورسېدې.

یادي مثبتي پېښي له ۲۲۶۴۱ د کرونا ویروس معایناتو نتیجه ده. په ټول هیواد کي د نن مثبتي ثبت سوي پېښي تر تېرو درو ورځو کښته ۲۶۲ دي. همداراز بیا ۶ تنه له ویروسه روغ سوي او یو تن مړ شوئ دئ. اوس مهال په هیواد کي ۵۷۱۶ تنه په یاد ویروس اخته او ډېر یې په کورونو کي بستر دي.

ټول ملک کي د ویروس څخه د روغ شووکسانو شمېر ۷۸۴ ته پورته سو او ۱۶۹ تنه بیا ځیني مړه شوي دي. د هیواد په پلازمېنه کابل کي د ویروس مثبتي پېښي ۱۹۰۴ ته پورته سوې، چي لدې جملې یې ۲۶۱ تنه روغ سوي او ۲۵ تنه مړه دي.

د کابل د روغتیا مشر خوشحال نبي زاده وايي چي د ډېر رش له امله موږ نسو کولای چي ناروغانو ته پر وخت ځان ورسوو. نبي زاده: زموږ ډلي ناروغانو ته په ۵ ساعتونو کي رسیږي، چي ساده سمپل یې واخلي.

ښاغلي نبي زاده زیاتوي، چي په ښار کي ګڼه ګوڼه او د قرنطین نه مراعتول به ددې ویروس په چټک خپرولو کي مرسته وکړي. نوموړي دا څرګندوني په داسي مهال کي کوي، چي په کابل کي د خلګو ګڼه ګوڼه بیا پر زیاتېدو ده او کاروبارونه بیرته پیل سوي او خلګ خپلي اړتیاوي پوره کوي.

که دغه لړۍ همداسې دوام وکړي. نو کیدایشي چې ملک کې سختت انساني فاجعه رامنڅته کړي. دغه نارغي یوه وبايي نارغي ده ډیر ژر یو کس نه بل کس ته انتقاليږي. ټول هېوادوال باید دبې ځایه تګ راتګ نه ډډه وکړي.او پې ځایه د بهر نه ګزځیدو نه هم ډډه وکړي.

که څه هم دولت د بې ځایه ګرزیدو بندیز لګولۍ دۍ. خو بیا هم په کابل کې عام خلک دغه لارخوونې نه مراعتوي او په بازارونو کې ګرزي که د چا کار هم نه وي بیا هم ګرزي او ځان په خطر کې اچوي. افغانستان بو بې وځله هو غریب هېواد دۍ که دغسې ناروغي پکې زیاته شي نو ښايي ډېر زیان به ورسوي.

دیادونې وړ ده چې ډېرو ملکونو دغه ناروغۍ لپاره د درمل جوړولو کوشش روان کړۍ. خو لا هم یی نتیجه نده ورکړې. په اسیا کې پاکستان او هندهم دغه ناروغۍ لپاره درمل جوړوي او دغه هېوادنه وایی چې که چېرې دغه درمل کامیاپ شو نو نورو هېوادونو ته به یی ولیګو تر څو دغې درمل نه ډیر انسانان ګټه واخلي او ډیر ناروغان د د یدې ناروغۍ نه جوړ شي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button