کابل کې هغه ښځه چې ۲۵ کاله کوټه کې زندانۍ وه
کابل د نېکبختې په نوم ښځه د ورور لخوا ۲۵ کاله په یوه کوټه کې زنداني شوې وه
د نیکبختې په نامه یوه ښځه چې اوس د پاخه عمر لرونکې ده هله په کابل کې پولیسو وژغورله چې د سیمې خلکو پولیسو ته د هغې په اړه احوال ورکړ.
پولیس وايي ورور یې هغه د کورنیو لانجو له امله په کوټه کې زندانې کړې وه او له تېرو ۲۵ کلونو راهیسې هغې لمر نه دی لېدلی. نیکبخته چې له رواني او فیزیکي پلوه ډېره ناتوانه شوې اوس د پولیسو په حضور کې د شیخ زاید روغتون کې تر درملنې لاندې ده.
نور ولولئ: یوناما وايي، ۱۵ زره کسان د طالبانو په زندانونو کې پراته دي
په هغه ویډیو کې چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت د هغې د ژغورنې په تړاو جوړه کړې او رسنیو ته استولې هغه وايي:
“زه له هېچا سره څه کار نه لرم، چا سره غرض نه لرم، پر هغوی زما زور نه رسېږي. زما امنیت ونیسئ”.
دا ښځه د کابل په چار قلا سیمه کې وه
د کابل په چار قلا سیمه کې د شیخ علي په نامه کوڅه کې نېکبخته پنځه ویشت کاله په یوې تیاره کوټه کې چې یوازې یوه کوچنۍ کړکۍ یې لرله زنداني ساتل شوې وه او د کوټې دروازه ورپسې په خټو بنده کړای شوې وه.
د طالبانو په حکومت کې د کورنیو چارو وزارت له خوا یو پلاوی هله د نیکبختې د ژغورنې لپاره وګومارل شو چې د سیمې مشرانو د کابل د لسمې حوزي پولیسو ته د هغې په اړه احوال ورکړ.
د سیمې مخور او مشر ګل اغا په دې اړه وايي:
“ګاونډیانو یې هېچا کوم راپور نه و ورکړی، بالاخره د کوڅې استازي وموندله چې دغسې یوه ښځه په بند کې ساتل شوې، موږ ته یې خبر راکړ او موږ بیا د لسمې حوزې له پولیسو سره په اړیکه کې شوو، پولیس راغلل او ښځه یې له کوټې نه وایسته”.
نور ولولئ: د ایران او پاکستان له زندانونو ۴۰۷ تنه افغانان خلاص شوي
نیکبختې ویلي چې د بند پرمهال د خپل ورور د کورنۍ غړو وهلې ټکولې ده، هغه اوس د روغتون د جدي مراقبت یا څارنې په خونه کې هم د وېرې احساس کوي.
د یادې ښځې په اړه حیرانوونکې کیسه
نېکبختې ته د بندې کوټې له کړکۍ نه یوازې دومره خواړه ورکول کېدل چې هغه پرې ژوندۍ پاتې شي
له تېرو پنځو ویشتو کلونو راهیسې د نیکبختې د حالت نه څوک خبر نه و، هغې ته د بندې کوټې له کړکۍ نه یوازې دومره خواړه ورکول کېدل چې هغه پرې ژوندۍ پاتې شي. د نیکبختې وریندار وايي غوښتل یې چې هغه بهر کړي خو مېړه یې اجازه نه ورکوله:
“خپل مېړه ته مې وویل چې له کوټې نه به یې بهر کړو، هغه وویل نه که بهر یې کړو شور ماشور کوي او خلک به بیا وايي چې خپلې خور ته ډوډۍ نه شي ورکولای، له کړکۍ نه مو ډوډۍ ورکوله، ژمی او اوړی به په کوټه کې وه، موږ ته نه معلومېده چې پر څه شي څملاسته، موږ چې به ور نژدې شوو موږ یې وهلو، خپل تشناب یې هملته په کوټې کې کاوه. له کوټې بهر نه راوتله”.
خلکو ته دا پېښه ډېره حیرانوونکې وه ځکه دا لومړی ځل دی چې د ورور لخوا د یوې خور سره داسې ظلم کېږي او تقریبا ۲۵ کاله په زندان کې اچول کېږي او هغه هم داسې چې په دې موده کې یې لمر په سترګو نه دی لیدلی.