سیمه ییز خبرونه

کابل کې پاکستاني شارژدافیر کندهار کې د طالبانو له والي سره لیدلي

په کابل کې د پاکستان شارژدافیر عبیدالرحمان نظاماني کندهار ولایت ته سفر کړی او هلته یې د طالبانو له والي سره لیدلي دي

دا پاکستاني شارژدافیر کندهار ولایت ته دغه سفر ارزښتمن بلل کېږي، ځکه تازه په پاکستان کې د ټاکنو له لارې نوی حکومت ایجاد شوی او طالبانو هم هیله ښودلي وه چې د پاکستان نوی حکومت به ورسره ښې اړیکې ولري.

د یادې لیدنې او کتنې په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي، خو په اعلامیه کې راغلي چې ددواړو هېوادونو ترمنځ پر ښو اړیکو ټینګار شوی دی.

د اسلام اباد او کابل ترمنځ پر ښو اړیکو ټینګار

په افغانستان کې د پاکستان شارژدافیر عبیدالرحمان نظاماني، کندهار ته د سفر پر مهال د دغه ولایت لپاره د طالبانو د رژیم والي ملا شیرین اخوند سره لیدلي.

د ملا شیرین اخوند دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي:« کندهار والي په پاکستان کې یې د ټاکنو ترسره کېدو او د نوي حکومت د رامنځته کېدو په موخه هغه ته مبارکي وویله او هیله یې وښوده، ترڅو د پاکستان نوی حکومت د پاکستان او افغانستان دواړو، چې اسلامي او ګاونډي هیوادونه دي او له یو بل سره نژدې اړیکي لري؛ ګټي خوندي کړي او په راتلونکي کي یوه خوندي فضاء جوړه او د دواړو هیوادونو د پالیسو مطابق پروګرامونه تطبیق کړي.»

نور ولولئ:  عباس ستانکزی: پاکستان دې موږ عکس العمل ته نه مجبوروي

نور ولولئ: اسلام اباد د پاکستاني وسله‌والو د برید په تړاو د طالبانو سفیر احضار کړی

د طالبانو په اعلامیه کې د نظاماني له قوله ویل شوي، چې ډېر ژر به خپل هېواد ته سفر وکړي او هلته به دا او ورته نورې څرګندونې د بهرنیو چارو له وزیر او نورو چارواکو سره شریکې کړي.

د لیدنې ځینې جزیات نه دي خپاره شوي

طالبانو ویلي، چې په ناسته کې پر یو شمېر نورو مسایلو هم خبرې شوي، خو دوی یې جزییات نه دي روښانه کړي.

د طالبانو لخوا د کندهار لپاره ګومارل شوی والي ملا شیرین اخوند، د طالبانو د دفاع وزارت د سراتیژیکو اړیکو مرستیال هم دی او څه موده مخکې یې د یوه پلاوي په مشرۍ پاکستان ته سفر کړی و.

پاکستان، بیا- بیا طالب رژیم تورن کړی چې افغان خاوره کې یې پاکستاني طالبانو ته پټنځایونه ورکړي او له هغه ځایه د دوی خلاف بریدونه سمبالیږي، خو طالب رژیم دا تورونه رد کړي.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې په پاکستان کې بریدونه او ددوی د امنیتي دستګاه مرګ ژوبله ډېره شوي ده. پاکستان اوس هڅه کوي چې د طالبانو په همکارۍ ددې فاجعې مخه ونیسي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button