ځایی

کابل کې ځینو خبریالانو ته جایزې ورکړل شوې

په کابل کې د غوره رسنیزو جایزو فېسټیوال جوړ او ځینې خبریالان په کې وستایل شول

د افغانستان د ازادو خبریالانو ټولنې (دوشنبې، د کب په ۷مه) د ۱۴۰۲ کال د غوره رسنیزو جایزې فېسټیوال ترسره کړ.

د دغې ټولنې رییس حجت‌الله مجددي په دغو مراسمو کې وایي چې په هېواد کې تل د رسنیو په تړاو یو منتقدانه لیدلوري شتون لرلی؛ خو اوس په افغانستان کې رسنۍ د مسلکي کېدو په لور په حرکت کې دي.

د هغه په وینا، دغه جایزې د خبریالۍ د مسلکي معیارونو پر بنسټ په پام کې نیول شوې دي.

حجت‌الله مجددي وویل:«د خبریالانو او رسنیزې ټولنې پر وړانډې تل د نظامونو له لوري یوه لیدلوري شتون درلود، کله رسنیزې ټولنې ته په منتقدانه توګه کتل کېږي.»

د افغان خبریالانو نیول کېدل او زندان ته اچول

طالبانو تر ټولو ډېر خبریالان نیولي، شکنجه کړي او زندان ته یې اچولي دي. دغې ډلې څو ورځې وړاندې هم د پژواک خبري اژانس یو خبریال نیولی و او بیا یې زندان ته اچولی و.

journalists1
کابل کې ځینو خبریالانو ته جایزې ورکړل شوې

د خبریالانو د مصوونیت کمېټې رییس عبدالقیوم ویاړ هم څرګندوي:«په ډېریو موردونو کې خبریالان له کوم دلیل پرته نیول شوي دي، که‌چېرې دلیل یې هم معلوم دی، هغه ډول لازمه نه‌ده چې خبریال ونیول شي، باید له کمېسیون او وزارت سره همغږي وشي.»

نور ولولئ: د افغانستان ښځینه خبریالانو بنسټ: په ۲۰۰ کې ۴۵ سلنه خبریالانې وزګارې دي

نور ولولئ: د خبریالانو د نیولو دوام؛ طالبانو تازه د پژواک خبري اژانس خبریال نیولی

د رسنیو ځینې مسوولان او خبریالان بیا وايي، د طالبانو د واکمنۍ د تېرو دوو کلونو په تېرېدو تر اوسه اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون نه‌دی توشیح شوی چې د رسنیو کار یې له ځنډ سره مخ کړی دی.

دوی هم د خبریالانو له لوري د سرغړونو د ترسره کېدو پر مهال د رسنیو د سرغړونو د کمېسیون له لوري، موضوع ته د رسېدو غوښتنه کوي.

د بهرنیو رسنیو تبلیغات زهرجن بلل شوي

د طلوع نیوز مسوول ذبیح الله سادات وايي:«په کورنیو رسنیو فشار راوړل، د مغرضو رسنیو راپورته کول او د هغوی تقویه کول دي، راځي داسې نه چې خدای مه‌کړه په غیر اګاهانه ډول موږ هغو رسنیو ته چې همدا اوس دوی په بهر کې د افغانستان په اړه باندې زهرجن تبلیغات خپروي او د بهرنیو استخباراتي کړیو موخې او اهداف تعقیبوي.»

د بې پولې خبریالانو سازمان: “د طالبانو د اسختباراتو له لوري د خبریالانو نیول غندو”

د اریانا نیوز مسوول مجیب الرحمن بهیر هم څرګندوي:«اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې، ستونزې شته، یو څه حل شوي غوښتنه مو دا ده چې تر ډېره پورې دغه مسئله را ته حل کړئ. د رسنیو د قانون په اړه باندې که کار وشي او وضاحت ورکړل شي چې دغه کار تر کومه ځایه پورې رسېدلی دی.»

د مسوولانو له لوري د ورکړ شویو شمېرو له مخې، ۳۶۰ خبریالانو او د رسنیو ویاندویانو دغو جایزو ته غوښتنلیکونه سپارلي و، چې له منځه یې د پنځه ویاندویانو او ښځینه خبریالانو په شمول ۲۱ تنو ته جایزې ورکړل شوې.

اخوا بیا ځینې خبریالان او رسنۍ پر یاد بنسټ نیوکې کوي او وايي چې دغه بنسټ د خبریالانو اساسي ستونزې نه راپورته کوي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button