سیمه‌ییز

کابل کې ښاري بسونو ته د جي پي ایس (GPS) سیسټم د نصب لړۍ پیل شوه

کابل کې ښاري بسونو ته د GPS سیسټم د نصب لړۍ پیل شوې ده. په لومړي پړاو کې ۵۰ بسونه په دې سیسټم سمبال شوي او نورو بسونو ته یې هم د غځولو پلان شته.

د امارتي شرکتونو عمومي ریاست په کابل ښار کې د ښاري بسونو د فعالیتونو د ښه مدیریت او څارنې لپاره د GPS سیسټم د نصبولو لړۍ پیل کړې ده.

د موقعیت موندنې نوي هڅې

د دغه ریاست د معلوماتو له مخې، کابل کې ښاري بسونو ته د موقعیت موندنې د دې سیسټم په نصبولو سره به د بسونو تګ راتګ او ټاکل شوي مسیرونه په دقیق ډول څارل کېږي.

د امارتي شرکتونو عمومي ریاست ویاند مولوي محمد نبي بهار ویلي، د پروګرام په لومړي پړاو کې د ملي بس امارتي شرکت اړوند د لومړۍ حوزې ۵۰ بسونه په دې سیسټم سمبال شوي دي.

کابل کې ښاري بسونو ته د GPS سیسټم د نصب موخه څه ده؟

د محمد نبي بهار په وینا، د نوي سیسټم له فعالېدو سره به د بسونو د موقعیت معلومول او د هغوی د تګ راتګ څارنه اسانه شي.

نوموړي ویلي، د دې ټکنالوژۍ په مرسته به د ټرانسپورټي فعالیتونو مدیریت هم ښه شي.

د GPS سیسټم د بسونو د موقعیت او مسیرونو د معلومولو لپاره کارول کېږي او د ترانسپورټي چارو له مسؤلینو سره د فعالیتونو په څارنه کې مرسته کوي.

د چارواکو په وینا، کابل کې ښاري بسونو ته د دې سیسټم نصب د عامه ترانسپورټ د مدیریت د ښه کولو لپاره پیل شوی دی.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button