کاناډا افغانانو ته ٢٠٠٠٠ وېزې ورکوي

کاناډا افغانانو ته ٢٠٠٠٠ وېزې ورکوي.په افغانستان کې د وروستيو جګړو له امله وضعيت ته په کتو کاناډا پرېکړه کړې ده، چې دغه هيواد ته شل زره افغان کډوال ور پرېږدي او اوس ورته تياری نيسي.
کاناډا هيواد اعلان کړی چې په افغانستان کې وروستيو جګړو ته په کتو له افغانستان څخه خبريالان، مدني فعالان او ښځو په ګډون شل زره کډوال مني، چې په افغانستان کې يې ژوند ته خطر وي.اونشي کولی چې افغانستان کې خپل ژوند ته دوام ورکړي.

دغه هيواد په داسې حال کې دغه تصميم نيسي، چې وسله وال طالبان په ټول افغانستان کې د پرمختګ په حال کې دي او تر نيم زيات افغانستان يې نيولی او د ولايتونو مرکزونه يې په واک کي دي.
د کاناډا د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر په يوه خبري ناسته کې وويل، د افغانستان وضعیت زړه بوږنوونکی دی او موږ بې تفاوته نه شو پاته کېدلی.
وروسته له هغې چې کابل ته وسله وال طالبان نږدې شوي، د کاناډا هيواد ځانګړي ځواکونه د دغه هيواد د سفارت د کارکوونکو پر ايستلو بوخت دي، پرون جمعه ناروې، هالينډ او هسپانیې هم د خپل سفارتونو د کار کوونکو د ايستلو خبرداری ورکړ.