نړیوال خبرونه

کرونا او نوې ټکنالوژي

 کرونا ویروس یو وبای ناروغي ده ټوله نړۍ ورسره مبارزه کوي او کوشش کوي چې ژر تر ژره د دغه ناروغۍ مخنیوۍ ال لارې ګوري ترڅود زیاتو انساني فاجعومخنیوۍ وشي په دې لړ کې ډاکټران او ساینس پوهان خک مبارزه او ټله نړۍ کې دوي ډېر تشویک کيږي.

 د صحت پوهنې یو ایراني څیړونکی ډاکټر رضا داوري اردکاني وایي پخوا یوه ناروغي چې ډېر خلک به یې مړه کول طاعون او وبا وې.

د دوهمې نړیوالې جګړې پروخت په (۱۳۲۱) کې (تیفوس) ناروغي په ډېرو هیوادونو کې سلګونه زره کسان مړه کړل، دې ناروغی هر وخت مصیبت له ځان سره درلود ، خواوس د هغه پرځای سارس، مرس او کرونا ویروسونه د بشریت د نابودولو په موخه د نړۍ په یوه کونج کې راوځي  او د خلکو ژوند اخلي.

 دغه ناروغي د ژوند په ټولو اړخونو بد اغېز کوي او یوازې په مرګ بسنه نه کوي بلکې ژوند رخصتوي ، هرچېرته چې لاړل هلته نه کارپاتي کیږي نه تفریح، نه تولید او راکړه ورکړه ، نه ورزش او فرهنګ او نه هم سینما، حتی ښوونځي او پوهنتونونه تړي او  حتی د فکرکول هم ځنډوي.

نوموړۍ ډاکټروایي  سیاستوال دې دا فکر نه کوي چې کرونا ویروس یوازې د پانګوالۍ ضد دی اوله سوسیالیزم سره غرض نه لري، بلکې دا ویروس د تکنالوژۍ ویروس دی، لکه د نوې تکنالوژۍ نړیوال استازي بیل ګیتزچې ویلي تکنالوژي یې هم مخه نه شي نیولای.

ظاهرن تکنالوژي له طبیعي مصیبتونو سره د هغو بلاوو په پرتله ښه مقابله کوي چې خپله تکنالوژی یې رامنځ ته کوي.

د تکنالوژۍ تمدن د طبیعت له غوسې دومره وېره نه لري لکه له خپل ورانکاره ځواک یې چې لري.

کروناویروس هم د تکنالوژۍ ویروس دی چې تکنالوژی یې پروړاندې پاتې راغلې او لاهم د دغه ویروس پروړاندې مقابله کې یوازې ډاکټران او روغتیا پالان پاتې دي او له دغه وژونکې بلاس سره لاس او ګریوان دي.

د دې ترڅنګ فردي اخلاق هم په دې برخه کې رول لري، نو ښه ده چې په پام کې یې ونیسو او یو د بل د درناوي په خاطر د خپل ځان او ټولنې د روغتیا فکر وکړو. د یادونې وړ دۍ چې ټوله نړۍ د کرونا ویروس له امله فلج شوې ده او نيمه نه زیاته نړۍ لاک ډاون شوې ده دغه کارونه ټولو هېوادونو د کرونا د مخنيوي لپاره ککړي دي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button