نړیوال خبرونه

کرونا: په افغانستان کې د کرونا ويروس روستي معلومات

په افغانستان کې د کرونا ويروس روستي معلومات. په افغانستان کي په تنفسي ناروغۍ یا کرونا ویروس باندي د اخته شویو کسانو شمېر ۲۸۹۴ ته ورسېد. پرون او نن ۱۹۰ نه زیاتې تازه پېښي په پکتیا  کي ۴۱، هرات ۳۰، کندهار ۲۵، کابل ۲۴، بلخ ۱۷، ننګرهار ۱۳، لغمان ۱۱، فراه ۹، سرپل ۶، کنړ ۵، زابل ۳، پکتیکا ۲، خوست، ارزګان، هلمند او نیمروز کي بیه یوه-یوه پېښه ثبت شوې ده.

۵ کسان له ویروس تازه مړه شوي او ۵۲ بیا ځيني روغ شوي دي. له دې سره په ټول هیواد کي د مړو سوو کسانو شمېر ۹۰ ته او د روغ شوو شمېر ۳۹۷ ته لوړ شو. په تازه ثبت شوو پېښو کي ډېري يې په پکتیا کي دي، خو په کابل، هرات، کندهار او بلخ کي تر نورو ورځو لږ پېښي ثبت شوي دي.

د کرونا ویروس مثبتي پېښي نږدې په ټول هیواد کي ثبت سوي دي، خو یو نورستان ولایت دئ، چي د ویروس مثبته پېښه نه لري. د هیواد په لویو ښارونو کي قرنطین او ګرځبندیز تر کوچني اختر پوري وغځېد، خو لا معلومه نه ده، چي ویروس به څه وخت کنټرول شي.

تېره اونۍ د عامي روغتیا وزیر ویلي وه، چي که چیري افغانان احتیاط وکړي، نو د ویروس ډېري ورستنۍ پېښي به په هیواد کي ۳۰۰۰ وي، خو که داسي ونه سول نو په درو اونیو کي به د کرونا ویروس په افغانستان کي خپل اوج ته ورسیږي.

کرونا: په افغانستان کې د کرونا ويروس روستي معلومات

په نړۍ کي په ویروس د اخته سوو کسانو شمېر تر ۳،۶ میلیونه واوښت، چي له جملې یې دوه نیم لکه مړه شوي او تر ۱،۱ میلیونو څخه ډېر کسان رغېدلي دي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button