لوبې خبرونه

کريم جنت: زموږ ټوله کورنی کرکټ سره بلده ده

 دکريم جنت: زموږ ټوله کورنی کرکټ سره بلده ده دافغانستان کرکټ ملي ټیم الراونډر کريم جنت وايي، چې زموږ ټوله کورنۍ کرکټران دي. د کريم جنت په ګډون درې وروڼه او يو خوريى يې په کرکټ کې اوس لوبه کوي.او نور د فامیل غړي ېې کرکټ سره پوره بلدیت لري.

ښاغلی جنت د یو شخصی ټلويزيون سره په خپله مرکه کې وويل، چې له ماشوموالي نه يې له کرکټ سره مينه درلوده او د درس ويلو تر څنګ به يې د ټېنس لوبه هم کوله، چې ورځ تر بلې يې له کرکټ سره شوق زياتېده.د دې پوښتنې په ځواب کې چې د درې وروڼو نه پرته په کور کې نور کرکټران هم لري، هغه وويل چې موږ خانداني کرکټران يو، زموږ يو مشر ورور هم مشهور لوبغاړى تېر شوى دى چې هغه په انګلستان کې هم لوبې کړي دي.

کریم جنت وويل چې له کورنۍ نه ورته په پيل کې مشکلات و، ځکه پلار يې غوښتل چې بچي يې درس ووايي او کرکټ ونکړي، خو کله چې اصغر افغان کرکټ ته راغى او ځان ته يې يو ځانګړى مقام جوړ کړو، نو وروسته بيا دوى ته هم کرکټ ته راتګ اسانه شو.هغه وويل، چې اصغر افغان ورسره د کرکټ په اړه خپلې مشورې شريکوي او دا د هغه د مشورو او تجربو برکت دى، چې نن دې مقام ته رارسېدلى دى.په شپږيزه کرکټ ليګ او د ويسټ انډيز پر وړاندې د ښه ځلېدو په اړه هغه وويل، چې زه ډېر خوشحاله يم، ځکه هر ځاى چې ښه لوبه کوو

د هغه پر وینا د افغانستان لپاره يې کوو او افغانستان ته وياړونه راوړو.د دې پوښتنې په ځواب کې چې خلک وايي کريم جنت د اصغر افغان په واسطه کرکټ ته راغلى دى، هغه وويل چې يو کس به ستاسې واسطه تر څو وکړي؟ کله چې يو لوبغاړى مېدان ته کوز شي، بيا هلته واسطه کار نه ورکوي او هلته به لوبغاړى په خپله لوبه ترسره کوي.

کريم جنت: زموږ ټوله کورنی کرکټ سره بلده ده
کريم جنت: زموږ ټوله کورنی کرکټ سره بلده ده

کریم جنت همدا راز زياته کړه، چې په مېدان کې دننه بيا داسې نه شي کېداى چې يو څوک دې توپوهونکي ته ووايي چې د پلاني توپ اچونکي سره ګوزاره وکړه، يا دې توپ اچونکي ته ووايي چې پلاني توپوهونکي ته لږ په ورو توپ اچونه وکړه.هغه وايي چې تل به هڅه کوم چې افغانستان ته ویاړونه راوړم.اوښه لوبه وکړم.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button