لوبې خبرونه

کرکټ؛ اسیا جام سیالیو کې به نن هند او پاکستان سره مخامخ شي

نن په دوو بجو به هند او پاکستان له یوه او بل سره په یو ورځنیو سیالیو کې مخامخ شي

د روان ۲۰۲۳ کال اسیا جام سیالیو په درېیمه لوبه کې نن د هند د کرېکټ ملي لوبډله خپل سیال پاکستان سره لوبه کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن شنبه د سپټمبر دویمه ۲:۰۰ د سریلانکا په «پالي‌کیلي کرېکټ نړیوال لوبغالي» کې ترسره شي.

نور ولولئ: د هند او سریلانکا ترمنځ لومړنۍ شل اوریزه لوبه هند وګټله

یاده لوبه د اسیا جام له الف ګروپ څخه کېږي چې پاکستان په خپله لومړۍ لوبه کې د نیپال پر وړاندې بریا خپله کړې ده. دې ګروپ کې هند، نیپال او پاکستان لوبېږي.

ولې یادې لوبې پاکستان کې ونه شوې؟

روان اسیا جام چې ټاکل شوی و، ټولې لوبې یې د پاکستان په کوربه‌توب وشي، دغه هېواد ته د هند لوبډلې د نه وردتګ له امله د یاد جام نږدې ډېرې لوبې سریلانکا کې کېږي.

د هند او پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ په شویو وروستیو پنځو یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې هند څلور او پاکستان بیا یوه لوبه ګټلې ده.

خو د پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلې په خپلو وروستیو پنځو یو ورځنیو سیالیو کې یوازې یوه لوبه بایللې او پاتې یې ګټلې دي.

هند بیا په کړیو پنځو نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې درې بایللي او دوه یې ګټلې دي.

د هند او پاکستان د لوبې مینه‌وال

د هند او پاکستان یادې لوبې ته د دواړو هېوادونو سربېره په ټوله نړۍ کې د کرېکټ  میلیونونه مینه‌‌وال شېبې شماري. هند او پاکستان چې له کلونو راهیسې خپلو منځو کې سیاسي ستونزې لري چې دې ستونزو یې پر کرېکټ هم اغېز کړی دی.

د پاکستان کرېکټ ملي لوبډله سریلانکا ته رسېدلې او له وړاندې یې تمرینات پیل کړي. هند هم د نننۍ لوبې لپاره چمتوالی کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان او هند د تاریخ په اوږدو کې تر ټولو سخت دښمنان پاتې شوي او د کشمیر پر سر ډېر سخت اختلاف لري چې دغو اختلافاتو یې د لوبو پر ډګر هم اغېز پرېباسلی دی او دواړه هېوادونه په ای سي سي کې له یوه او بل سره سخت رقابت لري چې دغه رقابت کې هند یو څه مخکې ښکاري.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button