لوبېلوبې خبرونه

کرکټ؛ افغانستان سري لانکا ته ماتې ورکړه

افغان ملي لوبډلې هند کې په تمریناتي لوبه کې سري لانکا ته ماته ورکړه

په دې لوبه افغان لوبغاړي ډېر ښه وځلېدل او هر یوه یې غوره لوبه وکړه چې ټیم یې بریا ته ورساوه.

رحمان الله ګربز ۱۱۹ او رحمت شاه ۹۳ منډې وکړې. محمد نبي بیا د سري لانکا څلور لوبغاړي اوټ کړل.

افغانستان د کرکټ د ۲۰۲۳ کال د نړیوال جام په یوې تمریني لوبې کې سري لانکا ته ماتې ورکړه.

لومړۍ توپوهنه سري لانکا وکړه

د سه شنبې د ورځې اکتوبر درېیمه (میزان۱۱) سري لانکا په ۵۰ اورونو کې افغانستان ته د ۲۹۵ منډو هدف وټاکه.

په دې لوبې کې د سري لانکا کپتان کوسال مندیس چټکې ۱۵۸ منډې وکړې.

نور ولولئ: د ۲۰۲۳ کال د کرکټ نړیوال جام؛ افغان لوبډله هند ته وخوځېده

افغانستان د دغه هدف د ترلاسه کولو لپاره ښه لوبه پیل کړه او ابراهم ځدراڼ په اوو منډو کې وسوځېده. خو رحمان الله ګربز چټکه سلیزه وکړه او له رحمت شاه سره یې د ۲۱۲ ګډو منډو ملګرتیا وکړه او همدغو منډو د افغانستان د بري لاره لنډه کړه.

د رحمان الله ګربز له لوري افغان لوبغاړو ته چانس ورکول

رحمان الله ګربز ۱۱۹ او رحمت شاه ۹۳ منډې وکړې او بیا په خپله خوښه یې لوبه پرېښوده چې نورو افغان لوبغاړو ته د منډو کولو چانس ورکړي.

د افغانستان د توپ وهنې په وخت کې باران وشو او د وخت د ضایع کېدو له کبله اورونه ۴۲ ته راکم شول او هدف هم ۲۵۷ شو، چې افغانستان په ۳۸ اورونو کې پوره او لوبه یې وګټله.

په افغان توپ اچوونکو کې تر ټولو ډېر کسان محمد نبي وسوځول. ده د سري لانکا څلور لوبغاړي اوټ کړل.

له جنوبي افریقا سره د افغانستان اوله تمریني لوبه د باران له کبله نه وه شوې.

د نړیوال جام رسمي لوبې د اکتوبر په پنځمه نېټه د انګلنډ او نیوزلنډ ترمنځ کېږي. افغانستان د اکتوبر په اوومه نېټه له بنګله دېش سره لوبه لري.

نور ولولئ: اجي جدیجا د ملي لوبډلې مشاور روزونکی او یاده لوبډله له سریلنکا سره تمریناتي لوبه کوي

پاکستان بیا دوه تمریناتي لوبې کړي چې دواړه یې بایللي دي. افغان لوبډله به دا ځل د کرکټ پوهانو په نظر په ورځني نړیوال جام سیالیو کې تر نورو ځلونو دا ځل ښه لوبه کوي.

په دغه نړیوال جام کې ټول ۱۰ لوبډلې دي او په لومړي پړاو کې هره لوبډله له بلې سره لوبه کوي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button