لوبې خبرونه

کرکټ؛ هند لوبډلې پاکستان ته په لوی توپیر ماته ورکړه

د اسیا کپ سیالیو کې هند پاکستان ته په ۲۲۸ منډو چې لوی توپیر دی، ماته ورکړه

دغه سیالۍ چې وړمه ورځ د باران له امله ځنډلې وه، تېره شپه هند په خپله ګټه کړه او پاکستان یې مات کړ.

پاکستان د پچې له ګټلو سره لومړی هند ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه. هند د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۳۵۷ منډو هدف وټاکه چې پاکستان ونشوی کړی پوره يې کړي او ټوله لوبډله يې په ۳۲ اورونو کې وسوځېدله.

نور ولولئ: کرکټ؛ اسیا جام سیالیو کې به نن هند او پاکستان سره مخامخ شي

پرون له بارانه مخکې هندي توپ وهونکو د پاکستان د چټکو توپ اچونکو پر وړاندې ښه پیل وکړ او د پیل دوه توپ وهونکو یې هند ته د ۱۲۰ چټکو منډو ښه بنسټ کېښود.

د پاکستان توپ اچوونه

ورپسې د ۱۶م اوور په څلورم بال د پاکستان شاداب خان وتوانید چې هندي لوبډلشمر روهېت شرما د ۵۶ منډو جوړولو وروسته د فهیم اشرف پر لاسو کېچ اوټ کړي.

ورپسې په بل اوور کې شاهین شاه افریدي بل تکړه او سېټ لوبغاړی شبمن ګیل هم له مخې لېرې کړ.

له دې سره هند له ۱۲۳ منډو جوړولو وروسته د پیل دواړه تکړه توپ وهونکي له لاسه ورکړل او ورپسې ویرات کوهلي او راهول میدان ته راغلل.

د لوبې په دويمه ورځ وېراټ کوهلي او راهول توپ وهنه کوي چې دواړو په کې سليزې ووهلې.

د پاکستان لپاره هېڅ کوم لوبغاړي د پاموړ منډې ونشوی کړی. فخر زمان ۲۷، افتخار احمد ۲۳، سلمان اغا ۲۳ او لوبډلمشر بابر اعظم ۱۰ منډې جوړې کړې.

هندي توپ اچوونکو هم غوره بالینګ وکړ

د هند لپاره کولديپ يادو پنځه، جسپريت بومرا، هاردېک پانډيا او شاردول ټاکور يوه يوه وېکټه واخيسته.

هندي لوبډلمشر روهېت شرما بیا د پچې له بایللو وروسته وویل “مونږ هم غوښته چې لومړی بېټېنګ وکړو، په لومړیو کې به توپ وهنه څه سخته وي خو تېره لوبه کې مو ښه لوبه کړې او نن به هم د ښې لوبې هڅه کوو.”

نور ولولئ: د هند او سریلانکا ترمنځ لومړنۍ شل اوریزه لوبه هند وګټله

هند او پاکستان د اسیا جام په لومړي پړاو ګروپي سیالیو کې هم چې د افغانستان په ګډون ټولې شپږ لوبډلې پکې وې له یوه بل سره مخ وو.

د تېرې شنبې په ورځ ( د سپټمبر په دویمه) دغې لوبه کې هم هند اول توپ وهنه کړې وه او پاکستان ته یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو د ۲۶۶ منډو هدف ایښی و.

په دغې لوبه کې پاکستاني چټک توپ اچونکي وتوانیدل چې د هند د پیل درې پیاوړي توپ وهونکي په لومړیو لسو اورونو کې اوټ کړي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button