لوبې

د هند او پاکستان کرکټ بورډونو د اسیا جام په اړه هوکړه کړې

د پاکستان او د هند کرکټ بورډونو د ۲۰۲۳ کال آسیا جام سیالیو په اړه یوې موافقې ته رسېدلي؛ خو دا موافقه داسې نه ده چې دا لوبې به په پاکستان کې ترسره کېږي.

د سرچينیو د معلوماتو: 

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دواړو بورډونو هوکړه کړې چې پر دې موضوع به هېڅ ډول څرګندونې نه کوي او دا چې اسیا جام به په پاکستان کې کیږي او که نه، دواړو بورډونو به په دې اړه مشوره کوي او له هغې وروسته به پرېکړه کوي. د دواړو کرکټ بورډونو په ګډه پرېکړه کې ویل شوي چې د ۲۰۲۳ کال اسیا جام ته لا ډېر وخت پاتې دی. پاکستان کرکټ بورډ وایي، د ۲۰۲۳ کال اسیا کوربتوب موږ کوو، په دې اړه د ای سي سي غونډه نه ده رابلل شوې.

نور یی ولوله | مجاهد:هېواد کې له اداري فساد سره د مبارزې کمېسیون د فعالېدو احتمال شته

نور یی ولوله | چین : د افغانستان امنیتي وضعیت څارو

د هند کرکټ: 

د بادولو وړ ده چې د هند کرکټ بورډ سکرتر جې شاه یوه نیمه میاشت دمخه د آسیا جام په اړه څرګندونې کړې او ویلي یې وو، چې هندۍ لوبډله پاکستان ته نه ځي او په بل کوم ځای کې به دغه سیالۍ ترسره شي.

په دې اړه پي سي بي د اکتوبر په ۱۹مه د اسيايي کرکټ کونسل ته خط ليکلی و چې د هند د بيان په اړه دې بېړنۍ غونډه راوغواړي؛ خو تر اوسه پورې د پي سي بي خبره نه ده منل شوې

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button