لوبې خبرونه

کرکټ بورډکې فسادنورهم زیات شوۍ

کرکټ بورډ کې فساد نور هم زیات شوۍ د افغانستان په کرکټ بورډ اداره کې د فساد خبرې د ډېر وخت راهيسې پیل شوي دي کلونه کیږي کرکټ پوهان ، لوبغاړي یې په اړه چیغې وهي مګرد فساد د مخنيوي لپاره هيڅ کوشش نه کيږي،

کرکټ بورډ د فساد له امله رامنځته شویو ناندریو هم یو څه فایده کړې هغه ځکه شته فساد هغه کسان عامو وګړو ته پيژني چې په فساد ېې کړۍ .ازه  د افغانستان کرکټ بورډ هستي ګل عابد د فساد په تور له دندېوظيفې لرې کړ .د کرکټ بورډ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کېذکرشوي، هغه په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د غازي امان الله خان په لېسټ ای سیالیو کې د جعلي لاسلیکونو، له لوبغاړو د مالیې ګرځولو او نورو سرغړونو له امله له دندې اخوا شوۍ دۍ،

هغه د کرکټ د ملي لوبډلې د ټرینر او د کورني کرکټ د مسول په توګه پاتې شوی او په دې اداره کې یې په ګڼو برخو کې نورې دندې اجرا کړي دي.د سرچینې په خبره د هستې ګل عابد د ګوښه کیدو پرېکړه د بشري سرچینو د ادارې د اصولو له مخې شوې ده.خو بل لورته هستي ګل عابد پرده لګول شوي تورونه ردوي.عابد وایي کرکټ بورډ کې اداره کې ګڼې ستونزې شتون لري او له همدې امله له ستونزو سره مخه ده.

په دغه ادارې له ډیروخت راهیسې د فساد تورونه پورې کیږي خو تر اوسه یادې ادارې هم په پوره توګه د شوو ادعاوو په اړه وضاحت نه دی ورکړی.د کرکټ شنونکي بیا د کرکټ بورډ اداره کې د فساد خبره یادوي او وایي له همدې امله ډیری سرغړونې په کې صورت نیسي.څه موده وړاندې د افغانستان دکرکټ د ملي لوبډلې پر تیز توپ اچوونکي دولت ځدران هم د ډسپلین د نه مراعت له امله بندیز لګیدلی دی.

د کرکټ د چارو متخصیصین په کرکټ بورډ کې لوړ رتبه چارواکي مفسد بولي او وایي، همدا لامل چې افغان کرکټ ملي لوبډله په دې وروستیو کې ښې لاسته راوړنې نه لري.دوی وايی، ډير کله په کرکټ بورډ کې فساد د ځوانو لوبغاړو استعداد وژني او د پرمختګ مخه یې نیسي.

متخصیصین وایي ډيری داسې ځوان پلیران شته چې د ملي لوبډلې وړتیا لري خو په بورډ کې فساد مخه نیسي او هغه کسان یې پرځای لوبیږي چې اړیکې او یا پیسه دار وي.که افغان کرکټ کې روانې ناندرۍ دوام ولري او په یاد بورډ کې شته فساد ته د پای ټکې کینښودل شي ویره شته چې افغانستان کرکټ ملي لوبډله به د مخکې تګ ته بلکه په شا به تګ وکړي،او د کرکټ بورډ اداره به له هم نوره خرابه شي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button