لوبېلوبې خبرونه

کرکټ نړیوال جام؛ انګلنډ، بنګله‌دیش ته ماته کړه

کرکټ نړیوال جام کې انګلنډ د بنګله دیش لوبډلې ته په لوی توپیر سره ماتې ورکړه

د ۲۰۲۳ کال کرکټ نړیوال جام کې پرون دوه لوبې وشوې چې یوه د انګلنډ او بنګله‌دیش او دویمه د پاکستان او سري لانکا تر منځ وه.

د کرېکټ د ۲۰۲۳م کال نړیوال جام په چوکاټ کې د نن ورځې لومړۍ لوبه انګلنډ وګټله او په دویمه لوبه کې پاکستان د شري لنکایۍ لوبډلې لخوا د ورکړل شوی ستر هدف پوره او شري لنکا ته یې په شپږو ویکټو ماته ورکړه.

بنګله دیش د انګلنډ پر وړاندې د ۱۳۷ منډو په توپیر مات شو

دې لوبه کې د انګلنډ لوبډلې لخوا بنګله دېش ته د ۳۶۵ منډو هدف ټاکلی و چې په تعقیب یې بنګله دیش په ۴۸ اورونو کې ۲۲۷ منډې جوړې کړې او ټول لوبغاړي یې اوټ شول.

د بنګله دېش لخوا تر ټولو ډېرې منډې لېټن ډاس وکړې، هغه په ۶۶ بالونو ۷۶ منډې وکړې، په نورو لوبغاړو کې مشفق الرحیم له ۵۱ او توحید هېردوی له ۳۹ منډو سره مخکښ وو.

نور ولولئ: کرکټ نړیوال جام؛ بنګله‌دېش افغانستان ته ماتې ورکړه

د نړیوال جام په دې لوبه کې د انګرېزې لوبډلې رييس ټاپلي په لسو اورونو کې د سیالې لوبډلې ۴ لوبغاړي وسوځول.

دا د نړیوال جام اوومه لوبه وه, د انګلنډ او بنګله دېش تر منځ دغې لوبه کې انګریزې لوبډلې د خپلې بریا په موخه په توپ وهنه کې ښه بنسټ ایښی و.

دا لوبه چې د هند په دارم شالا لوبغالي کې کېده پکې د انګلنډ لوبډلې په لومړیو ۳۳ اورونو کې د یوه لوبغاړي په سوځيدو ۲۳۰ منډې وکړې.

لومړی د توپ اچوونې پرېکړه

د دې لوبې پچه بنګله دېش وګټله او لومړۍ یې د توپ اچونې پرېکړه کړې چې په ښکاره انګریزې لوبډلې په لومړیو کې وننګوله

د انګلنډ د پیل توپ وهونکو یوه په بل پسې پنځوسیزې وکړې خو وروسته جوني برېسټو د شکیب الحسن په بال په ۵۲منډو وسوځيد..

نور ولولئ: کرکټ نړیوال جام؛ لومړۍ لوبه د انګلنډ او نیوزلنډ تر منځ ده

ډېوېد ملان پسې سلیزه جوړه کړه او د لوبډلې په ګټه یې ۱۴۰ ارزښتناکې منډې جوړې کړې. ورپسې بل لوبغاړي جو روټ هم له ۸۲ منډو جوړولو سره مخکښ دی.

له دوی وروسته بنګله دیشي توپ اچونکو ښه بال وکړ او یوه بل پسې یې سیال لوبغاړي له میدانه بهر کړل.

په لومړۍ پاڼۍ کې انګلنډ د ۹ لوبغاړو له سوځيدو وروسته په ټاکلو ۵۰ کې ۳۶۴ منډې جوړې کړې.

دا په روان نړیوال جام کې د دواړو لوبډلو دویمه-دویمه لوبه وه.

بنګله دېش خپله لومړۍ لوبه له افغانستانه ګټلې خو انګلنډ په پرانېست لوبه کې له نیوزلنډ ماته منلې وه.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button