لوبېلوبې خبرونه

کرکټ نړیوال جام؛ هالنډ اسټرالیا ته خپله لوبه په لوی توپیر وبایلله

اسټرالیا هالنډ ته د ۲۰۲۳ کال کرکټ نړیوال جام سیالیو کې په لوی توپیر ماته ورکړه

په دې سیالۍ کې د استرالیا لوبغاړي ګلین مکسویل په ۴۰ توپونو سلیزه ووهله

د کرکټ په نړیوال جام سیالیو کې د چهارشنبې په ورځ اکتوبر ۲۵ (لړم درېیمه) استرالیا هالنډ ته د ۳۰۹ منډو په توپیر ماتې ورکړه چې د کرکټ نړیوال جام په تاریخ کې تر ټولو ستره ماتې ګڼل کیږي.

نور ولولئ: د کرکټ نړیوال جام؛ افغان ملي لوبډلې د ۱۴۹ منډو په توپیر نیوزیلنډ ته لوبه وبایلله

لومړی توپوهنه

په دې ۵۰ اوریزه سيالۍ کې چې د هند په ډیلي کې ترسره شوه، استراليا لومړۍ توپ وهنه وکړه او په ٥٠ اورونو کې يې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره د هالنډ لوبډلې ته د ٤٠٠ منډو هدف وټاکه.

په دې سیالۍ کې د استرالیا ال راونډر لوبغاړي ګلین مکسویل په ۴۰ توپونو سلیزه ووهله، چې دا په پنځوس اوریز نړیوال جام کې نوی ریکارډ دی. مکسویل ټولټال ۱۰۶ منډې وکړې.

د ده تر څنګ ډیویډ وارنر وتوانید چې ۱۰۴ منډې جوړې کړي او د دې هدف په ټاکلو کې ستر رول ولوبوي.

خو د هالنډ د ملي لوبډلې لوبغاړي، چې تر دې مخکې یې د جنوبي افریقا پیاوړې لوبډلې ته ماتې ورکړې وه، د استرالیا د بالرانو په وړاندې ونه توانیدل او یو په بل پسې وسوځېدل.

نور ولولئ: کرکټ نړیوال جام؛ سبا به نیوزیلنډ او افغانستان له یو او بل سره مخامخ شي

هالنډ په ۲۱ اورونو کې یوازې ۹۰ منډې جوړې کړې او ټول لوبغاړي یې وسوځېدل.

ددې لوبې ارزښت څه دی؟

دا لوبه د نړیوال جام په تاریخ کې تر ټولو ستر بری دی. له دې وړاندې، استرالیا د ۲۰۱۵ په نړیوال جام کې له افغانستان څخه د ۲۷۵ منډو په توپیر لوبه ګټلې وه.

په روان جام کې افغانستان تر اوسه پنځه لوبې کړي او دوه یې ګټلې دي. په روان مقدماتي پړاو کې د افغانستان څلور لوبې پاتې دي، چې راتلونکې لوبه یې د دوشنبې په ورځ د سري لانکا په خلاف ده او د نومبر په اوومه له استرالیا سره مخامخ کیږي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button