ځاییستاسې اند او نظر

کریم خُرم د دوحې ناستې په اړه؛ افغانستان نړۍ ته ارزښت لري

عبدالکریم خُرم ویلي چې د دوحې ناسته مهمه وه او افغانستان باید د جګړو په ډګر بدل نه شي

ښاغلي خُرم ټینګار کړی چې افغانستان باید د ختیځ او لویدیځ د همکارۍ په ډګر باندې بدل شي، ځکه د جګړې سیالي د ګاونډیو هېوادونو او نړیوالو په ګټه نه ده.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر پخوانی مشر عبدالکریم خُرم وایي، که څه هم د دوحې په ناسته کې د سیمې د هېوادونو او لوېدیځوالو ترمنځ اختلافي ټکي وو، خو د ترهګرۍ د ودې، افراطیت او د نشه یي توکو د قاچاق او تولید د مخنیوي او په ځېنو نورو برخو کې سره یو نظر ول.

د م.م سر منشي: د دوحې په ناسته کې پر اړینو مسایلو هوکړې وشوې

دافغانستان د همکارۍ په ډګر بدلېدل

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر پخوانی مشر عبدالکریم خُرم وایي، چې افغانستان باید د جګړو د ډګر پر ځای د ختیځ او لویدیځ ترمنځ د همکارۍ په ډګر بدل شي.

عبدالکریم خُرم د سې شنبې په ورځ (د کب لومړۍ) نېټه په خپله اېکس پاڼه د افغانستان په اړه د دوحې ناستې د ارزښت په اړه لیکلي؛ دا ناسته د دې ښکارندویي کوي چې افغانستان نړۍ ته ارزښت لري.

نور ولولئ: د دوحې په غونډه کې محبوبه سراج وايي، طالبان ښځو ته سپکاوی کوي

نور ولولئ: د م.م سرمنشي: پر افغان ښځو وضع شوي ظالمانه بندیزونه باید لرې شي

نور ولولئ: د اسلامي همکاریو سازمان: “د افغانستان په اړه به غونډه راوغواړو”

د نوموړي په خبره؛ که څه هم په دې ناسته کې د سیمې او لودېځوالو ترمنځ اختلافي ټکي وو، خو د ترهګرۍ د ودې، افراطیت ،د نشه یي توکو د قاچاق او تولید د مخنیوي ترڅنګ د ټولګډونه حکومت د جوړېدو، د ښځو د حقونو او د نړۍ په سیاست او اقتصاد کې د افغانستان د ادغام په اړه سره په یو نظر ول.

مسکو طالبانو ته: “روسیه به د دوحې غونډه کې د طالبانو د ګډون شرطونه م.م ملتونو سره بحث کړي”

له مشترکاتو ګټه اخیستل

ښاغلی خُرم زیاتوي، افغانستان باید له دغو ګډو مشترکاتو څخه په خپله ګټه کار واخلي او په دې برخه کې د حکومت رول مهم دی.

د دوحې ناسته د دوو ورځو لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي په کوربتوب د شاوخوا ۲۵ هېوادونو د استازو په ګډون د تړلو دروازو تر شا ترسره شوه.

انټونیو ګوټرېش بیا د دوحې له ناستې وروسته نن پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې نړېواله ټولنه باید خپلو فشارونو ته دوام ورکړي؛ تر څو ډاډ ترلاسه کړي چې د ټولو افغانانو اړتیاوې او حقونه د اصلي چارواکو مرکزي لومړیتوب دی.

د یادونې وړ ده چې طالبانو د دوحې په ناسته کې چې د ملګرو ملتونو تر مشرۍ لاندې جوړه شوي وه، ګډون ونه کړ او داسې راپورونه ورکړل شول چې طالبان د افغان ښځو او مدني ټولنو له ګډون ویره درلوده.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button