لوبېلوبې خبرونه

کرېکټ: افغنستان دویمه یو ورځنۍ لوبه هم پاکستان ته وبایلله

دا لوبه د افغان ملي لوبډله په لاس کې وه، خو وروستیو شیبو کې یې له کنترول ووته

د افغانستان او پاکستان تر منځ دویمه يو ورځنۍ لوبه پاکستانۍ لوبډلې په وروستي اور کې په يوه وېکټه وګټله او له دې سره د يو ورځينو لوبو لړۍ په خپل نامه کړه.

دغه سيالي چې د شري لنکا په همبنټوټا کې وشوه، پچه يې افغانستان وګټله او لومړی يې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه.

نور ولولئ: لږ وروسته به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کرېکټ یو ورځّنۍ لوبې پیل شي

افغانستان په ټاکلو ۵۰ اورونو کې يې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۳۰۱ منډو هدف وټاکه چې پاکستان د نهو لوبغاړو په سوځېدو سره بشپړ کړ.

د افغان لوبډلې پیل ډېر ښه و

افغان لوبډلې د تېرې لوبې خلاف په دې سيالۍ کې ښه پيل وکړ. رحمان الله ګوربز سليزه او ابراهيم ځدراڼ پنځوسيزه ووهله. رحمان الله ګوربز د ټولو ۱۵۱ منډو په جوړولو او ابراهيم د ۸۰ منډو په جوړولو سره وسوځېد. د دوی تر څنګ محمد نبي ۲۹ او حشمت الله شهيدي ۱۵ منډې وکړې.

د پاکستان لپاره شاهين شاه اپريدي ۲، نسيم شاه او اسام مير يوه يوه وېکټه واخيسته.

په توپ اچوونه کې د افغانستان لپاره فضل الحق فاروقي دری، محمد نبي دوه، مجيب ځدراڼ او عبدالرحمان يو یو لوبغاړی وسوځاوه.

د پاکستاني لوبغاړو لوبه هم ښه وه

د پاکستان لپاره امام الحق ۹۱، بابر اعظم ۵۳، شاداب خان ۴۸ او فخر زمان ۳۰ منډې وکړې.

په نننۍ لوبه کې د افغانستان له لورې رحمان الله ګوربز، ابراهيم ځدارڼ، رياض حسن، حشمت الله شهيدي (لوبډلمشر)، اکرام عليخېل، محمد نبي، راشد خان، عبدالرحمان، شاهدالله، مجيب الرحمان ځدراڼ او فضل الحق فاروقي لوبېدل.

تېره سيالۍ کې عظمت الله عمرزی ټپي شوی و، پر ځاي يې شاهدالله غوره شوی و.

نور ولولئ: کرېکټ؛ پاکستان لوبډلې افغانستان ته په ۱۴۲ منډو توپیر ماته ورکړه

د افغانستان او پاکستان تر منځ د دريو يو ورځينو لوبو لړۍ تېره سې شنبې د افغانستان په کوربتوب پیل شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په ټولینزو رسنیو کې پر افغان لوبډله د افغانانو لخوا سختې نیوکې وشوې چې ګواکې ولې یې ګټلي لوبه له لاسه ووته او پاکستاني بیټسمنانو ته یې دا چانس ورکړ چې په اخري ویکټ پاکستان لوبه د پاکستان پر ګټه وڅرخوي.

د دغو لوبو د لړۍ وروستۍ لوبه راتلونکې شنبې (۲۴ اګست) ترسره کېږي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button