نړیوال خبرونه

کندهار: د کندهار ولایت چارواکو د روغتیا وزیر ته راپور وړاندې کړ

د هېواد د روغتيا نوماند وزير ډاکټر احمد جواد عثماني کندهار ته تازه سقر کړۍ او هلته ېې د کندهار ولایتې ادارې مسولینو سره لیدل کتل کړي دي په دغه ولایت کې ورته د روغتیا د سکتور چارواکو راپوروړاندې کړۍ او د کرونا د تازه جزیاتونه ېې هم خبر کړ،

په شروع کې د کندهاروالي حیات الله حیات وويل: «د کرونا د خپریدو پر مهال یې ښار ته دخولي لارو کي صحي چیک پاینټونه جوړول، د عامه پوهاوي په موخه بیلابیلي کمیټې جوړول او د طرزالعمل له مخي کندهار ته د سل میلیونه منظور سویو افغانیو لپاره درې کمیټې جوړول یې اساسي کارونه وه، چي لومړي کمیټه د والي په مشري د اړتیاو د پوره کولو، دوهمه تدارکاتي او دریمه د تدارکاتو کمیټې څخه د نظارت کمیټه جوړول وه، چي د ۳۵۰ بستریز روغتون او عامي روغتیا ریاست له لوري تر پیشنهاد وروسته به قرارداد منظوریدي او کمیټې په خپلو چارو کي مطلق خپلواکي وي، چي په نظارتي کمیټه کي مدني ټولني او د خبریالانو څخه استازي هم شامل وه او ډاډ یې وړاندي کړ، چي په یاده برخه کي هر ډول حساب ورکولو ته چمتو یو.»

د کندهار د روغتیا ریس وینا وکړه په وینا کې ېې د ټولو کمیټو څخه ځانګړي مننه وکړه، چي پر وخت یې د دوی د وړاندیزونو ته رسیده ګي کړې او همداراز یې د کرونا ویروس لپاره اړوند د ټولو ترسره کړیو فعالیتونو، اړتیاوو، ستونزو، راتلوونکو پلانونو، استخدام او نورو مسایلو اړوند هر اړخیز معلومات شریک کړل.په غونډه کي د ولایتي شورا مرستیال حاجي عبدالقیوم او غړي نعمت الله شیردلي هم خبرو کي وویل:

په ولسي جرګه کي د کندهار د خلکو وکیل ګل احمد کمین په خپله وینا کې وویل ، پر میرویس حوزوي روغتون د ناروغانو ډیر رش دۍ او باید وارډونه یې تقسیم شي ، تر څو ناروغانو ته سمه رسیدګي وشي.د ولایت مقام د ټولنیزو چارو معاون حاجي اغالالی دستګیري په خپله وینا کې وویل ، تر دې دمه ۲۳ قراردادونه د څه باندي ۵۲ میلیونه افغانیو په لګښت ترسره سوي او د وضاحت لپاره مو خبریالانو او د ولایتي شورا غړو ته بلنه ورکړي چي راسئ او موږ وضاحت درکړو ، هغه وویل مونږ نورو چارواکو ته ځواب ویلو ته تیار یو،

په پارلمان کي د کندهار بله استازې پروین محمدي هم وینا کړه ، د کرونا اړوند باید د تدارکاتو ټول مسایل خلاصه او د مکافاتو او مجازاتو اصل تطبیق سي، تر څو ولس د حقایقو څخه خبر سي.

دوی د خبرو تر اورېدو وروسته د عامي ورغتیا وزیر ډاکتر احمد جواد عثماني کندهار ته د خپل سفر موخه دلته د عمومي روغتیايي وضعیت ارزول او کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د ترسره سویو کړنو څېړل او د راتلونکو پلانونو په اړه لازم پلانونه نیول یاد کړل.نوموړي وویل زه د کرونا ویروس سره مبارزې لپاره په دنده ګمارل شوۍ یم غواړم په لرې برټو سیمو کې سم صحي خدمات وړاندې کړم ترڅو دغه وبايي ناروغي د مملکت نه ژر تر ژره له منځه لاړه شي ځکه کرونا ویروس د ژوند په ټولو برخو اثر کړۍ دۍ او لا هم خپريږي اوس وخت د دې رارسطدلۍ دۍ چې باید دغه ناروغۍ سره جدي مبارزه وکړو،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button