کندهار ولايتي ادارې په کرونا باندې مصرف شوې بودېجې په اړه معلومات وړاندې کړل وروسته له هغه چې د کندهار ولایتي ادارې ته د کرونا لپاره د ورکول شوې بوديجې په اړه د فساد تورن شوې و د عامې روغتيا نوماند وزيرکندهار ته سفر درلود
دغه وزير کندهار کې د ولسي جرګې له وکیلانو سره ژمنه وکړه چې دغلته به د فساد په اړه لګېدلي تورونه په پوره دقت څېړي او وضاحت به يې له دوی سره شريکوي.اوس تازه د کندهار ولايتي ادارې د لګول شوې بوديجې په اړه وضاحت پر ليکه کړی دی. «د کرونا د مخنیوي په موخه کندهار ته منظور سوې (١٠،٠٠٠٠،٠٠٠) سل میلیونه افغانۍ تر دې مهاله د تدارکاتو د قانون له مخي په مصرف رسیږي، چي له جملې یې د (٥٢،٥١٢،٧٠١) دو پنځوس نیم میلیونه افغانیو په ارزښت (٢٢) لوی او کوچني قراردادونه منظور سوي دي.»
د کندهار ولایتي اداره وايي، د کرونا د مخنیوي لپاره په ولایتي کچه ټولو ټاکل سویو کمیټو د عینومېني ۳۵۰ بستریز روغتون او عامي روغتیا ریاست د مسؤلینو له لوري د سویو پیشنهادنو له مخي قراردادونه منظور کړي، تر څو د پیشنهادونو له مخي اړتیاو ته رسیده ګي سوې وي.
همدارازراز راپور کې ذکر شوي دي:د ولایت مقام د تدارکاتو کمیټې تر دې مهاله د ٥٢ نیم میلیونه افغانیو په ارزښت ٢٢ لوی او کوچني قراردادونه منظور کړي، چي تر اوسه د یادو ٥٢ دو پنځوس نیم میلیونه افغانیو څخه قراردادي شرکتونو ته (١٨٥٦٣٥٨) اتلس نیم میلیونه افغانۍ د مستوفیت له طریقه ورکول سوي او پاته (٣٣،٩٤٩،١٢٠) درو دیرش اشاریه نهه میلیونه افغانۍ په کندهار مستوفیت کي موجودي دي او قراردادي شرکتونو ته یې د تسلیمي پروسه جریان لري او همدارنګه د کرونا د مخنیوي په موخه روغتیایي پرسونل ته د حمل او ثور میاشتو لپاره (٩٦٠٤٩٧٦) نهه نیم میلیونه افغانۍ معاشات هم اجراء سوی دی
ولايتي اداره وايي، تر اوسه پوري د منظور سویو ١٠٠ میلیونو افغانیو څخه قراردادي شرکتونو او روغتیایي پرسونل ته د معاشاتو لپاره د مستوفیت له لوري (٢٨٠١٥٨٤٩) اته ویشت میلیونه افغانۍ ورکول سوي او پاته (٧١٠٨٣٤٤٣) یو اویا میلیونه افغانۍ په کندهار مستوفیت ریاست کي شتون لري.
د عینومېني ۳۵۰ بستریز ه شفاخانه او د صحت عامې ریاست د ژړۍ، دامان او بولدک ولسوالیو د کنټرول مرکزونو لپاره د (۵۰۰۰۰) لیټره ډیزلو قرارداد د (۱۹۵۰۰۰۰) افغانیو په ارزښت روح الله محیبي لوجستیکي کمپنۍ سره سوی دی. د عامي روغتیا ریاست او عینو مېني۳۵۰ بستریز روغتون لپاره د (۱۶) قلمه دفتري تجهیزاتو د خریدارۍ لپاره (۸) لوجستیکي شرکتونو ته د قیمت اخیستلو اسناد تسلیم سوي، ولي له جملي یې یوازي (۳) شرکتونو په داوطلبي کي ګډون وکړ، چي په نتیجه کي روح الله محیبي لوجستیکي شرکت د (۲۴۲۷۲۶۰) دوه میلیونه څلور سوه زره افغانیو په ارزښت قرارداد ترلاسه کړ.
د ا هم باید یاده کړو چې افغانستان یو غریب او بې وسه هېواد دۍ باید د فساد مخنیوۍ وشي ا افغانستان نور د دې بې و طلۍ نه وباسي او هېواد سره خیانت او فساد ونکړي ځکه افغانستان بودیجه میمې نه زیاته په بهرني مرستو او د نړیوالې ټولنې په مرستې روانه ده نو باید چې کوم کومک ورسره کيږي په سمه توګه مصرف شي ترڅو دغه راغلې پیسې په ځاۍ مصرف شي او افغانستان د تعمیر او ترقۍ لپاره هم ؛ټه ور ثابت شي،