تجارت خبرونهژوندژوند او ټولنه

کندهار کې د انځرو حاصلات د تېر کال په پرتله زیات شوي

کندهار کې د تېر کال په پرتله د انځرو حاصلات لس سلنه زیات شوي دي

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس وايي چې دغه حاصلات ۱۵۰ میټریک ټنو ته رسېږي.

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي وايي، سږکال په کندهار او زابل ولایتونو کې د انځرو حاصلات ۱۵۰ زره میټریکه ټنه ول او د دغو انځرو ډېره برخه يې پاکستان او هند ته صادره شوې ده.

نور ولولئ: څنګه له خوږو شیانو او سره کړو خوړو سره علاقه کمه کړو؟

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال عبدالباقي بنا وايي، پاکستان او هند ته يې د شاوخوا ۱۶ میلیونو ډالرو په ارزښت انځر صادر کړي دي:« سږکال د کندهار او زابل ولایتونو انځرو ښه حاصلات ورکړي، سربېره پر دې چې ډېری وخت د پاکستان له لارې په سوداګرۍ له ځینو ستونزو سره مخ کېږو؛ خو موږ سږ کال د ۱۶ میلیونه ډالرو په ارزښت انځر پاکستان او هند ته صادر کړل.»

کروندګر هم له بازار خوښ دي

کروند‌ګر هم د سږکال د انځرو د حاصلاتو څخه راضي دي او وايي، سږکال په کور دننه هم د انځرو بازار ښه و.

محمد هاشم چې د کندهار په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې د انځرو باغ لري وايي: « د نورو کلونو پرتله د انځرو کیفیت ښه و او ښه بازار يې هم درلود، که د پاکستان او هند تر څنګ اروپايي هېوادونو ته د انځرو صادراتو لاره هواره شي، کرونده‌ګر او سوداګر به له انځرو څخه بیا ډېرې پیسې تر لاسه کړي.»

نور ولولئ: مڼه، چې خوړل یې معجزه کوي

خو یو شمېر سوداګر او د اقتصادي چارو شنونکي بیا د پانګونې او سوداګرۍ خونې له لوري رسنیو ته د انځرو د حاصلاتو د ورکړل شویو شمېرو په اړه نیوکې کوي.

ددا ډول راپور ورکولو په اړه نیوکې شوي دي

دوی وايي، د کندهار او زابل ولایتونو د انځرو یوازیني بازارونه هند او پاکستان دي او که دغه هېوادونه د انځرو د حاصلاتو د ډېروالي په اړه یوه شي، انځر به خپله بیه له لاسه ورکړي.

د نعمت الله نعمت په نوم یو سوداګر وايي: « د انځرو د سوداګرۍ لپاره باید سم میکانیزم او پالیسي جوړه شي، اوس د انځرو ټوله سوداګري په کلدارو کېږي او دغه سوداګري د میلیونونو ډالرو ارزښت لري، باید د افغانستان بازارونو ته دغه سوداګري د کلدارو پر ځای په ‌‌‌‌‌‌ډالرو يا افغانیو وشي.»

د انځرو باغونه د کندهار په شاه ولیکوټ، نېش او معروف او د زابل په میزانه، ارغنداب، ښهر صفا او نورو سیمو کې دي چې هر کال پرېمانه حاصلات ورځينې راټولېږي.

پر دې سربېره پاکستان دا هڅه هم کوي چې په افغانستان کې د جلغوزیو بازار راوغورځوي او ددې پر ځای پاکستان ته په نه بیه لاړ شي او هلته یې بیا په خپل نوم صادر کړي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button