که طالبانو عملیات پیل کړئ وي دغه عملیات د قطرد تړون خلاف دۍ ـ اروپایي ټولنه

ځړول شوی:مارچ 4, 2020 لخوا ځړول شوی:امېل تبصرې:0

افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا «یوناما» او اروپايي ټولنې د طالبانو لخوا د “اورکم” مودې د غځېدو غوښتنه کړې ده.

په افغانستان کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون لاسیکېدو په هدف د کب له ۳ ـ ۹ پورې د تاوتریخوالي کمېدو باندې هوکړه شوې وه.

افغان چارواکو تېره شپه په زابل او کندهار ولایتونو کې پر افغان سرتیرو د طالبانو د بریدونو خبر ورکړی دی.

طالبانو تر دا مهاله یوازې د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې پر افغان پولیسو د برید پخلی کړی دی.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازي رولاند کوبیا بیا پر خپل ټویټر لیکلي: “که چیري د طالبانو لخوا د بریدونو پیلېدل تائید شي،دا به د هغه تړون له روحیې خلاف وي چې په دوحه کې لاسلیک شو، دا د دې وخت نه دی، بلکې د باور رامنځته کولو مرحله ده چې په رغنده ډول پر مخ ځي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا «یوناما» هم «بین الافغاني» خبرو ته د زمینې برابرېدو په هدف د اور کم مودې غځېدو غوښتنه کړې ده.

پرون سې شنبه د کب ١٣ یوناما په دې اړه پر خپل فېسبوک لیکلي: “د طالبانو د نظامي عملیاتو د بیا پیل کیدو په تړاو له رپوټونو وروسته، ملګري ملتونه د اور کم د دوام غوښتنه کوي، ترڅو د بین الافغاني خبرو اترو د پیل لپاره مناسب چاپیریال ته زمینه برابر شي چې دا چاره بیا د دایمي اوربند او دوامداره سیاسي جوړجاړی لامل شي.” پر همدې مهال د افغانستان د کورنیو چارو وزارت یوې سرچینې د نوم او غږ نه خپرېدو په شرط امریکا غږ ته وویل چې د تېرې شپې راپدېخوا په څو ولایتونو کې طالبانو پر افغان امنیتي ځواکونو بریدونه کړي چې مرګ ژوبله هم لري

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *