دایټالیا ترلاسه شوي رپوټونه وایي چې د دې هېواد په لږ تر لږه ۲۷ زندانونو کې زندانیانو د هغو تدابیرو پر ضد احتجاجونه پیل کړي چې د کورونا وېروس مخنیوي لپاره نیول شوي.
رپوټونه وایي چې د تاوتریخوالي په بېلابېلو پېښو کې لږ تر لږه ۶ زندانیان وژل شوي.
تاوتریخوالی په شمالي موډېنا ښار کې پیل شو، چېرې چې په سنټ انا زندان کې ۳ زندانیا ووژل شول. درې نور کسان له همدې زندانه بل ځای ته له لېږدول کېدو وروسته وژل شوي دي.
د مېلان ښار په زندان کې هم بندیانو وروسته له هغه ودانۍ ته اور ورته کړ چې د کورنیو او دوستانو پر ورتګ او لیدنو کتنو یې بندیز اعلان شو.
د ایټالیا لومړي وزیر ګیوسپې کونتې ویلي، د کورونا وېروس روان وضعیت یې د هېواد تر ټولو تاریکه شېبه ده.
له چین وروسته کورونا وېروس تر ټولو ډېر کسان په ایټالیا کې وژلي، چې رسمي شمېر یې اوس ۳۶۶ کسانو ته رسېدلی. د ایټالیا حکومت اعلان کړی چې د کورونا وېروس اقتصادي اغېز مخنیوي لپاره به په خلاص مټ پیسې مصرف کړي.
په ایټالیا کې د کورونا وېروس د مخنیوي لپاره اعلان شوي تدابیر له دویمې نړیوالې جګړې راهیسې تر ټولو سخت هغه بلل شوي دي.
د دې هېواد په شمالي سیمو کې کابو ۱۶ میلیونه کسان د قرنطین حالت کې دي او د سفر لپاره اجازې ته اړتیا لري.
که یو لورو ته د نړۍ په لر او بر کې کورونا ویروس په چټکۍ خوریږي، خو بل لورته چینايي چارواکي وايي چې په دغه هېواد کې د کورونا ویروس مثبتې پېښې په کمېدو دی.
د دوی د وینا له مخې یوازې ۴۰ نوې پېښې ثبت شوي دي، او دا له کله چې د چین په ووهان کې د دا ناروغۍ رامنځته شوه لومړی ځل دی چې په یوه ورځ کې دومره لږ شمېر مثبتې پېښې ثبتیږي.
د چین د دولتي خبري اژانس شینهوا د رپوټ له مخې په ووهان ښار کې چې دا ناروغۍ په لومړي ځل وموندل شوه، له هغو ۱۶ موقتو روغتونو ۱۱ یې تړل شوي چې په ښوونځیو او ورزشي لوبغالو کې جوړ شوي دي.
په چین کې هم پرون دوشنبه یوازې ۶۹ مثتبې پېښې ثبت شوي دي او دا په تېرو دوه اوونیو کې د مثبتو پېښو تر ټولو ټیټ شمیر دی.