ګاک د عربي اماراتو شرکت دی او اسرایلو پورې تړاو نه لري

ځړول شوی:جولای 30, 2022 لخوا ځړول شوی:مسعود تبصرې:0

په هوايي ډګرونو کې د افغانستان خلکو ته ښه خدمات وړاندې کول

ګاک چې یو اماراتي شرکت دی . د افغانستان د هوايي ډګرونو د مدیریت چارې پر مخ وړي دغه شرکت د ډېر وخت راهیسې په افغانستان کې د هوايي ډګرونو مدیریت چارې  په غاړه لري دوي هر وخت هڅه کوي چې د افغانستان د خلکو ته په هوايي ډګرونو کې  صداقت سره ښه خدمات وړاندې کړي او د افغانانو مشکل رفع کړي

طالبانو له متحده عربي اماراتو سره د هوايي ډګرونو د فعالولو تړون لاسلیک کړ

د طالبانو د ترانسپورت او ملکي هوایي چلند وزیر د سه شنبې په ورځ له متحده عربي اماراتو، ترکیې او قطر سره له څو میاشتو خبرو اترو وروسته وویل، طالبانو له متحده عربي اماراتو سره په افغانستان کې د هوايي ډګرونو د فعالولو هوکړه لاسلیک کړې ده. د طالبانو د ترانسپورت او ملکي هوايي چلند مرستیال غلام جیلاني وفا د لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر په شتون کې د GAAC شرکت له استازي سره دا تړون لاسلیک کړی وو

نور یی ولوله | امریکا: افغان حکومت باید د ښځو حقوقو ته ژمن پاتې شي

نور یی ولوله | کابل کندهار سړک بیا رغول کیږي

اوس تازه هغه کسان چې دا اوازې خپروي چې دا شرکت د اسرایلو لخوا ملاتړ کیږي نو دا اوازې درستې ندي. او دوي هڅه کوي چې په دې سره د دغه شرکت کارونو ته زیان ورسوي. دا اوازې  هغو هېوادونو لخوا خپریږي چې غواړي په دې سره کرکه خپره کړي او د خلکو ذهنونه بل طرف ته واړوي. 

باید یاده کړو چې دا ډول کړنو سره به د عربی اماراتو ته زیان ونه رسیږي څومره چې به دوي افغانستان ته ورسوي.مونږ او تاسو ته دا اړینه ده چې د دا ډول کارونو مخنیوي وکړو او بریالیتوب ته ېې پرېنږدو تر څو زمونږ د وطن ابادی او سوکالي زیانمنه نشي.ډېری هېوادوال په دې خبر هم دي چې دا ډول کړنې د هغه خلکو لخوا ترسره کیږي کوم چې د خپل هېواد پرواه نه لري

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

زموږ په خبر پاڼه کې ګډون وکړئ
وروستي مقالې، دندې، وړیا، تفریحي خبرونه په مستقیم ډول ستاسو ان باکس ته وړاندې کړئ.
170000 پیرودونکي دلته دي.