نړیوال خبرونه

ګاک شرکت اوس هم په کابل هوايې ډګر کې فعالیت کوي

د متحده عرب اماراتو شرکت لا هم په کابل هوايي ډګر کې فعالیت کوي او د هوايي ډګر چارې په ښه توګه پرمخ وړي.دويي هڅه کوي چې د هوايي ډګر چارې لا نورې هم پیاوړې کړي او خلکو ته ښه خدمات وړاندې کړي.  

ګاک چې د 2019 کال د نوامبر راهیسې د کابل نړیوال هوایی ډګرکې فعالیت کوي.د متحده عربي اماراتو حکومت د اړیکو او د افغان خلکو سره د مرستې په برخه کې د هغې د فعال رول پراساس یو  ټیم د سپتمبر/2021 په پیل کې واستول شو. ترڅو هوايي ډګر یو وار بیا ترمیم کړي او چارې لا نورې پیاوړې کړي ویل کیږي چې د دغه ترمیم باندې یو میلیون ډالر لګښت راغی او دغه لګښت د عرب اماراتو لخوا د افغانانو لپاره د کومک په توګه حیساب شو.

نور یی ولوله | ترکیې مخابراتي سپوږمکۍ فضا ته وتوغوله

دا شرکت اوس هم د کابل نړیوال هوایی ډګرکې فعالیت کوي او د ځمکې اداره کول او د نړیوال هوایی ډګر عملیات خوندي کوي. دغه شرکت او د طالبانو حکومت یوه میاشت وړاندې د هوايي ډګر د فعالیت پر دوام هوکړه کړې وه او اوس هم کار کوي.ویل کيږي چې د دې وړاندې د کابل هوايي ډګر چارې دومره په ښه ډول نه وې پر مخ تللې او نه هم دا ډول عملیاتي کارونه پکې تر سره شوي وو.د افغانستان عام ولس او د هوايي ډګر افغان مسولین د دويي د کړنو څخه خوشاله اوراضي دي

اوسمهال چې دويي اکثره عملیاتي کارونه پرمخ وړي نو دويي نورهم هڅه کوي چې خپل عملیات لا نورهم پراخه کړي او په اینده کې د افغانستان حکومت سره پراخ بنسټه قرارداد وکړي.او د دغه قرارداد پر بنسټ خپل عملیاتونه او کارونه نورو ولایاتو ته وغځوي.که څه هم دويي لا په افغانستان کې نوي دي خو تر دې دمه دغه شرکت څخه د حکومت په ګډون ټول مشتریان او خلک خوشاله دي.

اوسمهال افغان حکومت ته پکار دي چې د هوايي ډګر چارې په ښه توګه بر مخ وړلو لپاره دويي سره خپل قرارداد ته دوام ورکړي تر څو د هوايي ډګر چارې ټکنې نشي او عام ولس ته ښه خدمات وړاندې شي.ځکه که څه هم دويي دي خو د هوايي ډګر چارو کې سهولت او اسانتیاوي رامنخته شوي.اوعام وګړي ېې د خدماتو څخه ښه استفاده کوي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button