سیمه ییز خبرونهنړیوال خبرونه

ګلبدین حكمتياراسلام اباد ته ورسېد

ګلبدین حكمتيار پاکستان ته ورسېد  د حزب اسلامي ګوند مشر «ګلبدین حکمتیار» د پاکستان په رسمي بلنه په درې ورځني سفر اسلام اباد ته ورسېد.نوموړي سره د دغه حزب نور غړي هم په دغه سفر کې ملتیا کوي.

ګلبدین حکمتیاراسلام اباد ته د سفر په مهال په هوایي ډګر کې خبریالانو ته خبرې کولې وویل چې د سولې له پيغام سره پاکستان ته زي تمه لري چې سفر به یې اغېزناک او ښې نتیجې ولري .د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی «صادق خان» وایي، حکمتیار به د روانې میلادي میاشتې له ۱۹-۲۱ پورې په اسلام اباد کې وي او هلته به د پاکستان له لومړي وزیر، ولسمشر، بهرنیو چارو وزیر او د مشرانو جرګې له مشر سره وګوري او د ستراتيژیکو مطالعاتو په  مرکز کې به وینا هم واوروي.وکړي.

ژورنالست طاهر خان په دې اړه لیکي، چې اسلام اباد ته د سفر په مهال به حکمتیار له پاکستاني چارواکو سره په دوه اړخیزو اړیکو او د افغان سولې پروسې په اړه وغږېږي.ورته مهال داسې راپورونه هم شته چې ښيي حکمتیار به له اسلام اباد وروسته دوحې ته ځي او د طالبانو د سیاسي دفتر له غړو او چارواکو سره به وګوري.دښاغلي حکمتیار سفر داسې مهال دی چې په دوحه کې د طالبانو او د کابل د مذاکراتي ټيم تر منځ خبرې روانې دي

او تر څنګ یې د دوحې د تړون په اساس له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ هم پیل شوې.تېره شپه د کونړ ولایت پر مرورې ولسوالۍ د پاکستان پوځ یو ځل بیا راکټي حملې کړي. بلخوا بیا د کونړ ولایتي چارواکي وایي، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د پاکستان پوځ د کونړ په مرورې ولسوالۍ ١٦ فیره راکټ مرمۍ ویشتلي.له دغې راکټي مرمیو یوه د ترخو اوبو په سیمه کې په یوه کور کې لګېدلې، چې یوه ماشومه نجلۍ په کې شهیده شوې او د مور په ګډون یې څلور تنه ټپیان شوي دي.

دا لږمړی ځل نه دی چې د پاکستان پوځ د افغانستان په خاورې تېری کوي او په ولسونو یې راکېټونه توغوي، تر دې درې میاشتې وړاندې هم پاکستان د کونړ پر ډیورنډ فرضي کرښې پرتو ولسوالیو او مرکز اسعد اباد راکټي بریدونه وکړل. چې ٨ تنه ملکي وګړي په کې شهیدان شول.

په ورته مهال د افغانستان د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار هم نن سفر کوي، اسلام اباد ته په سفر تللی. او هلته به د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر، د پاکستان ولسمشر او پوځي لوړ پوړو چارواکو سره وویني. او د سولې راونو کوششونو او په ديورنډ کرښه دا ډول پېښو د مخنیوي یادوري به هم د پاکستان اعلی چارواکو سره کوي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button