نړیوال خبرونه

ګلبدین حکمتیار د ځينو بهرنیو دیپلوماتانو د یرغمل نیولو ګواښ کړی

ګلبدین حکمتیار د ځينو بهرنیو دیپلوماتانو د یرغمل نیولو ګواښ کړ د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په یوه تازه انټرویو کې ګواښ وکړ، چې ځینو مملکتونود سفارتونو تړلو لپاره د هڅو ترڅنګ به د هغوی دیپلوماتان یرغمل شي.

ګلبدین حکمتیار له یوې شخصي رسنی سره په مرکه کې وویل: هغه مملکتونه چې یو شمیر افغان مفسدو چارواکو ته یې پناوې ورکړي، دوی باید بیرته له شتمنیو سره هیواد ته ستانه کړي، کنه د دغو هیوادونو سفارتونه به وتړو او دیپلوماتان به یې یرغمل کړو.حکمتیار په دې مرکه کې ادعا وکړه، چې د اوسنیو چارواکو ترڅنګ د مالیې یو شمیر مخکینیو وزیرانو، په بهرنیو هیوادونو کې یو شمیر افغان سفیرانو او نورو له افغانستان څخه د سلګونه میلیونه ډالرو د تښتولو او قاچاق ترڅنګ په بهرنیو هیوادونو کې پناوې خپلې کړي دي.

د حزب اسلامي امیر په دې انټرویو کې همداراز مدعي شو، چې په کابل کې د یو شمیر راکټي بریدونو او هدفي وژنو مسوول وسله وال طالبان او داعش ډله نه؛ بلکې حکومتي کړۍ دي.د هغه په خبره، په دې برخه کې خپله یوه – یوه ادعا ثابتولای هم شي.

هغه د دې مرکې پرمهال له کابل نړیوال هوایي ډګر څخه د شکمنو او بې نښانه الوتکو د الوتنو ادعا ته یې له اشارې سره وویل، چې په دې برخه کې اوس افغان پارلمان او د امریکا سیګار اداره ورسره همغږې ده.نوموړي اوسنی حکومت د سولې خلاف وباله او مدعي شو، چې حکومت د سولې هڅو د ننګولو لپاره مختلفو لارو نه کار اخلي.

ګلبدین حکمتیار د ځينو بهرنیو دیپلوماتانو د یرغمل نیولو ګواښ کړی
ګلبدین حکمتیار د ځينو بهرنیو دیپلوماتانو د یرغمل نیولو ګواښ کړی

همداز نوموړي ویلي، چې د مصالحې عالي شورا او طالبانو سره د مذاکراتو پلاوی د حکومت د دریځ برعکس د سولې راتلو ته لیواله دي او د یوه موقت او ټول شموله حکومت جوړیدو سره علاقه لري.د یادولو۔وړ ده چې تر د ې دمه افغان دولت د حکمتیار خبرو ته هیڅ ډول غبرګون ندی ښودلی.

عالم زيب

دعالم زیب د افغانستان یو مشهور سوداګر او عامه شخصیت دی. هغه د نړیوالو سیاسي چارو په اړه د خپلو نظریاتو، د هغه د خیریه فعالیتونو، او د سولې د ودې لپاره د هغه د هڅو لپاره مشهور دی.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button