نړیوال خبرونه

ګلبدین حکمتیار: ولسمشر غني د یوې شورا په جوړولو موافقه کړې

ګلبدین حکمتیار: ولسمشر غني د یوې شورا په جوړولو موافقه کړې. د حزب اسلامي ګوند مشر انجینر ګلبدین حکمتیار وایي، په ملي موضوعاتو کې د تصمیم نیولو لپاره اشرف غني د یوې واکمنې شورا په جوړولو رضایت خودلی.

ګلبدین حکمتیار له اریانا نیوز تلویزون سره په خپله تازه مرکه کې ویلي، چې غني اته کسیزې دولتي شورا په جوړولو موافقه کړې، چې په ملي مسایلو کې به تصمیم نیولای شي او طالبان به هم پکې ګډون لري.نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې ولسمشر اشرف غني، حامد کرزی، محمد محقق، ګلبدین حکمتیار، صلاح الدین رباني، کریم خلیلي، عبدالرشید دوستم او د طالبانو یو غړی ددې شورا د غړو په حیث وړاندیز شوي.

د هغه په خبره اشرف غني یوه بې طرفه انتقالي حکومت ته د واک سپارلو لپاره چمتو شوی.دده په خبره بهرنیان له افغانستانه وځي، اوسنی حکومت په یوه ټولمنلي حکومت باندې بدلېږي، د حکومت عالي شورا جوړېږي، چې طالبان به یې هم غړیتوب لري،

ghani with hekmatyar

د طالبانو بندیان خلاصېږي او د مشرانو نومونه یې له لست څخه وځي.د یوې پریکړه کوونکې شورا د جوړېدو هڅې داسې مهال دي، چې له افغانستانه د امریکايي او ناټو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده.او د روان میلادي کال د سپتمبر میاشتې تر پایه ښایي د بهرنیانو نظامي حضور په افغانستان کې پای ته ورسېږي.

ورته مهال طالبان د افغان حکومت په رسمیت نه پېژني او اشرف غني بیا ټینګار لري، چې واک یوازې د ټاکنو له لارې  لېږدوي.هغه وای چې اوسمهال وخت راغلی چې دا سخته مرحله په اسانی سره سر ته ورسوو.او یو ټول شموله نظام جوړ کړو.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button