نړیوال خبرونه

ګمرکونو کې لا هم فساد په اوج کې دی

ګمرکونو کې لا هم فساد په اوج کې دی.که څه هم له تېرې زیاتې مودې راپدېخوا د افغانستان په ګمرکونو کې د فساد په اړه ګڼو داخلي او نړۍوالو بنسټونو اندېښنه ښوولې وه او افغان حکومت یې په دې تورن کړی وو، چې د فساد په ځانګړي ډول ګمرکونو کې د فساد مخه نه نیسي،

دغه مسایلو په دې وروستیو کې سخت زور اخیستی دی. څو ورځې وړاندې د ماليې وزیر محمد خالد پاینده وویل چې هره ورځ په ګمرکونو کې میلیونونه ډالر حیف و میل کېږي او د دولت پر ځای شخصي جیبونو ته ځي، چې د ژورې اندېښنې وړ موضوع ده.په دې هکله ولسي جرګې هم سخت غرګون وښود او ویې ویل چې حکومت باید ژر تر ژره د دغه پراخ فساد مخنیوی وکړي، هغه څه چې حکومت تر اوسه نه دي کړي.

دولت که څه هم ویلي و چې ګمرکونو به خارجي شرکتونو ته سپاري خو هغه چاره تر اوسه نه ده عملي شوې او د پراخ فساد ادعاوې تر اوسه شتون لري.دا چې دغه فساد د چا او کومې کړۍ لخوا کېږي، بېلابېل اړخونه لري، خو په دې اړه د روڼتیا د څار بنسټ تازه څرګندونې کړې دي.

یاد بنسټ ویلي دي چې د افغانستان په ګمرکونو کې فساد په سیستماتیکه او پلان شوې توګه روان دی، ځکه خو مخه هم په اسانه نه نیول کېږي.د افغانستان پر روڼتیا د څار بنسټ وایي چې د افغانستان تر ټولو ډېر عواید له ګمرکونو تر لاسه کېږي خو په دغه برخه کې هره ورځ میلیونونه ډالر حیف میل کېږي.

20210522 102819

ددغه بنسټ مشر اکرام افضلي وایي په ګمرکونو کې فساد په سیستماتیکه او پلان شوې توګه روان دی او لوړپوړي حکومتي چارواکي پکې ښکېل دي.دده پر وینا له امکاناتو سره سره افغان حکومت په دې نه دی بریالی شوی چې ددې سیستماتیک لوټ او تالان مخه ونیسي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button