ګوترېش وايي، د سیمې او نړۍ هېوادونه دې د افغانستان ملاتړ وکړي
اړوند خبرونه:
UNHRC د بشري حقونو په برخه کې د متحده عربي اماراتو موقف وستایه
د متحده عربي اماراتو خواخوږي؛ له زلزله ځپلو سره یې بېړنۍ مرسته وکړه
متحده عربي اماراتو کې له افغان مشرانو او سوداګرو سره د ټوماس وېسټ لیده کاته
د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوترېش وایي چې د افغانستان خلک بېوزلۍ، بېځایهکېدو او اقلیمي بدلون ځپلي، باید چې په سیمهییزه او نړیواله کچه یې ملاتړ وشي.
ګوترېش دا څرګندونې د قزاقستان په پلازمېنه «الماتا» کې د منځنۍ اسیا او افغانستان لپاره د دوامداره پرمختګ د موخو د مرکز په پرانیستغونډه کې کړې دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي چې د افغانستان خلک د بېوزلۍ، اقلیمي بدلون د ګواښوونکو پایلو او بېځایهکېدو له امله له سختو ستونزو سره لاس و ګریوان دي، او په وینا یې چې باید سیمه او نړۍ د افغانستان ملاتړ ته راودانګي.
تر دې مخکې د ملګرو ملتونو په ګډون بېلابېلو نړیوالو ادارو له افغانستان څخه پر نړیوال ملاتړ ټینګار کړی و.
انتونیو ګوترېش دا څرګندونې داسې مهال کړې چې له تېرو څو میاشتو راهیسې له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغانانو راستنېدل هم په بېسارې توګه زیات شوي دي. د راپورونو له مخې چې له تېرو شاوخوا دوو میاشتو راهیسې یوازې له ایران څخه نږدې یو میلیون افغانان راستانه کړای شوي دي.
څو ورځې مخکې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیوال سازمان له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه له ایران څخه غوښتي وو چې د افغانانو له جبري راستنولو لاس واخلي او دا پروسه په داسې شکل تعقیب کړي چې د کډوالو حقونه پکې خوندي وي.