نړیوال خبرونه

ګورډن براون: م.م باید د افغان نجونو پر وړاندې د طالبانو چلند د جنسي اپارتایډ په توګه وپېژني

ګورډن براون وايي، ملګري ملتونه به د افغان نجونو او ښځو د حقونو تروړل د “جنسيتي اپارتايډ” په توګه وپېژني

په نړۍ کې د زدکړو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي او د بريتانیا پخواني لومړي وزیر ګورډن براون د ملګرو ملتونو مقر کې وویل، ډاډه دی چې ملګري ملتونه به هغه ځور او ځپل چې په افغانستان کې پر ښځو او نجونو تحميل شوي په رسمي ډول جنسيتي اپارتاید وګڼي.

نوموړي وویل چې د ملګرو ملتونو حقوقي کمېټه په اکتوبر میاشت کې غونډه کوي.

په معاصر تاریخ کې تر ټول بد او ځپونکی سیسټم

د ښاغلي براون په وينا، “په اکتوبر کې د ملګرو ملتونو د حقوقي کمېټې یوه غونډه کېږي او د جنسيتي اپارتاید پر تعریف به کار کوي. په دې اړه به په اکتوبر یا له هغې وروسته پرېکړه وشي. خو زه ډېر ډاډه یم، هغه څه چې اوس خلک په افغانستان کې ويني – لکه څرنګه چې تاسو به هم پوهېږئ په نجونو په تېره بیا تنکیو نجونو محدودیتونه ډېرېږي او لا ډېرېږي او دوی اوس په کوڅه کې په آزاده له محرم پرته نشي ګرځېدی په دولتي بنسټونو کې دنده نشي اخیستی او حتی په عموم کې د خبرې حق نه لري – نو دا په روښانه داسې ځپل دي چې د جنسيتي اپارتاید یوه بڼه ده او زه ډېر ډاډه یم چې د ملګرو ملتونو حقوقي کمېټه به یې هم په رسميت وپېژني”.

نور ولولئ: ۴ هېوادونه د طالبانو د بشر ضد تګلارو په خاطر د عدالت نړیوالې محکمې ته شکایت کوي

نور ولولئ: ګورډن براون: د طالبانو له خوا د افغان ښځو او نجونو ځورول د بشریت ضد جنایت دی

تازه د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو کوتېرېش هم ویلي چې په افغانستان کې چې څه تېرېږي د معاصر تاریخ له “تر ټولو بې‌رحمه ځپونکي سیستم” سره د پرتلنې وړ دي. نوموړي ویلي چې د هغو هېوادونو او بنسټونو غږ بدرګه کوي چې پر طالب چارواکو غږ کوي چې ژر تر ژره پر ښځو او نجونو تبعیضي محدودیتونه لرې کړي.

وړاندې کاناډا، اسټرالیا، جرمني او نېدرلنډز ویلي وو چې په دې اړه د عدالت نړیوالې محکمې ته قضیه هم وړاندې کوي.

afghan 2024 09 30t100226.478
د افغان ښځو پر وړاندې د طالبانو ناوړه چلند

د افغان نجونو ناوړه حالت

ګورډن براون هم په افغانستان کې حالت د نړۍ په کچه د نجونو د حقونو تر “ټولو بې رحمه تروړنه” وبلله او زیاته يې کړه چې نړیوال، په تېره بیا اسلامي هېوادونه باید د دغه ځور پای ته رسولو لپاره یوه خوله شي.

نوموړي وويل، “زما وروستۍ خبره په نړۍ کې د نجونو د حقونو د تر ټولو بې رحمه تروړنې په اړه ده، په افغانستان کې د تنکیو نجونو د زده کړو مخنیوی او په آزادۍ د خپل ژوند تېرولو د فرصت سلبېدل. دا هغه څه دي چې ملګري ملتونه غور پرې کوي چې جنسيتي اپارتاید یې وشمېري. د ټولنې او پټو ښوونځیو لپاره پرلیکه درس ویلو ته د ملاتړ پر برابرولو سربېره، له افغانستانه بهر سکالرشېپونه او نور هغه اقدمات چې د هغو زده کړو ملاتړ وکړي چې ګڼې ادارې يې دا اوس وړاندې کوي. موږ باید دا اوس د نړۍ د اکثریت مسلمانو هېوادونو په ګډون په هر هېواد غږ وکړو چې په ټول افغانستان کې د نجونو د دغه ځور او ځپلو د پای په غوښتلو کې سره یو شي”.

خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت هلته د نجونو د حقونو تروړل نه مني او ” بې ځایه تورونه ” يې بولي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button