نړیوال خبرونه

ارګ :دیوسف غضنفرجنازې ته به ځانګړي مراسم ونيول شي

 دفقر  اقتصاد، او ملي‌بنسټیزه پروژو کې د محمد اشرف غني نماینده محمد یوسف غصنفروفات شوی نوموړۍ د کوما حالت کې ترکیې ته انتقال شوي وو خو نوموړۍ پرون د سخت مريضۍ له امله وفات شو،

محمد یوسف غضنفر پرون ماښام له کرونا وبا څخه خپل ابدي ژوند ته لبیک ووایه، ولسمشر غني یې په مړینه ژوره خواشیني څرګنده کړې او وایي چې جنازې او تدفین ته به یې ځانګړي مراسم نیسي.یوسف غضنفرداقتصادي او سوداګرۍ پراختیا او بېوزلۍ کمولو په چارو کې د ولسمشر غني فوق العاده استازی و. نوموړی تېره شپه د کرونا ناروغۍ له کبله ومړ.

یو څه وخت وړاندې نوموړی د کرونا وبا له امله په سردار محمد داود خان نظامي روغتون کې د کوما حالت ته لاړ چې بیا یې په بېړنۍ توګه ترکیې ته د درملنې لپاره واستاوه.ویل کیږي، چې هغه په ترکیه کې درملنې لاندې و، خو آخر یې د ژوند پور پرې کړ.ولسمشر غني پخپل پيغام کې ویلي، چې ارواښاد محمد یوسف غضنفر حلیم، خیرخواه، ولسي او ملي شخصیت و.

د ښاغلي غني په خبره، نوموړي په متحد افغانستان باور درلود او تل یې د خپلو خلکو د خیر او کامیابۍ لپاره هڅې کولې.ولسمشر غني د یوسف غضنفر مړینه د هیواد او نظام لپاره یوه ستره ضایعه بللې ده او نوموړي ته یې د برین جنت او کورنۍ ته یې د لوړې حوصلې مراتب وړاندې کړي دي.ښاغلی غني زیاتوي چې ارواښاد د افغانستان د ابادۍ او له بېوزلو او اړمنو خلکو سره د مرستې لپاره جدي کارونه پیل کړي وو او ویاړم چې یو دغه ډول رښتینی او د خلکو خدمتګار شخصیت مې نږدې همکار و.

د ولسمشر ماڼۍ د خبرپاڼې له مخې، د یوسف غضنفر په مړینې له خبرېدو سره سم ولسمشر د افغانستان د حکومت او خلکو په استازیتوب د هغه له کورنۍ سره په ټلیفوني تماس غمشریکي وکړه او اړوندو مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه ترڅو د محمد یوسف غضنفر د جنازې د مراسمو او خاورو ته سپارلو رسمي تدابیر ونیسي.

یوسف غضنفرجنازې ته ځانګړي مراسم نيول کيږي
یوسف غضنفرجنازې ته ځانګړي مراسم نيول کيږي

دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه په ټول هېواد کې د کرونا وبا له امله څه د پاسه ۹۱۸ کسان مړه شوي او تر ۱۷ زرو زیات بېره ورڅخه رغېدلي هم دي. د معلوماتو له مخې په ټول هېواد کې شاوخوا ۳۲ زره او ۴ سوه کسان په کرونا وبا ککړ دي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button