روغتیاهنر او ادب

یوې افغانې د ښځو د زدکړو برخه کې د فعالیتونو له امله د نشنل جیوګرافیک جایزه ګټلې

د شبانه بسیج راسخ په نامه یوې افغانې د نشنل جیوګرافیک نړیوال بنسټ (د کال غوره سپړونکې) معتبرې جایزې ګټونکې اعلان شوې

دا جایزه نوموړې ته د افغان مېرمنو د زدکړو برخه کې د هغې د ترسره کړیو فعالیتونو له امله ورکړل شوې ده.

آغلې راسخ د افغان مېرمنو له هغه نسله ده چې پر افغانستان د طالبانو لومړۍ واکمنۍ پر مهال د زدکړو له محرومیت سره اشنا شوه.

نور ولولئ: امریکا د زړورو ښځو کلنۍ جایزه د ایران معترضو ښځو او نجونو ته ورکړه

نشنل جیوګرافیک لیکلي، هغه چې اوس له دېرشو کلونو ډېر عمر لري، هغه مهال د زدکړو د ترلاسه کولو لپاره په کورونو کې جوړو شویو پټو ښوونځیو ته تله او د دې لپاره چې څوک پرې پوه نه شي د هلکانو کالي به یې اغوستل.

نور ولولئ: د ۲۰۲۳ کال اوسکار جایزه د (هر څه، هر ځای، په یوه ځل) تر نامه لاندې نندارې اووه جایزې وګټلې

نوموړې له ډېرو سختیو له ګاللو وروسته افغانستان کې ښوونځي پای ته ورساوه او وروسته یې لوړې زدکړې د برېتانیي مېډلز برا پوهنتون کې وکړې.

هغې په ۲۰۰۹ کال کې د افغان نجونو د زدکړو برخه کې خپل فعالیتونه پیل کړل

نشنل جیوګرافیک بنسټ وايي چې دغه موده کې آغلې راسخ د افغانستان په بېلابېلو ولایتوو کې نجونو ته د میلیونونه ډالرو په ارزښت سکالرشیپونه او مرستې ترلاسه کړي دي.

نور ولولئ: زر څانګې د اغا خان موسیقۍ جایزه ترلاسه کړه

له ځینو مرستندویه بهرنیو بنسټونو یې پیسې راټولولې او د افغانستان په ختیځ کې یې د نجونو پر زدکړو لګولې.

وروسته یې بیا د سولې په نامه یو بنسټ جوړ کړ، چې شعار یې «د زدکړو له لارې د ښځو ځواکمنول و.»

نور ولولئ: ظریفه غفاري د ‘زړورو ښځو’ جایزه وګټله

د ۲۰۲۱ ميلادي کال اګسټ کې چې کله طالبانو پر افغلانستان بیا واک ترلاسه کړ، د سولې په نامه دا ښوونیز بنسټ له افغانستانه رونډا ته ولېږدول شو چې اوس هلته خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.

نشنل جیوګرافیک بسنټ یو نړیوال غیر انتفاعي بنسټ دی، چې د زدکړو او ساینسي اکتشافاتو برخه کې فعالیت کوي

د شبانه بسیج راسخ له سختیو ډک ژوند خو د زدکړو برخه کې یې لاسته راوړنو ډېر خلک حیران کړي.

دا لومړی ځل دی چې افغان ميرمنه دغه جايزه ګټي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button