سات تيريهنر او ادب

د ۲۰۲۳ کال اوسکار جایزه د  (هر څه، هر ځای، په یوه ځل) تر نامه لاندې نندارې اووه جایزې وګټلې

د اوسکار جایزو ۹۵مې دورې په لړ کې دا ځل د “هر څه، هر ځای، په یوه ځل” تر نامه لاندې نندارې د غوره جایزې ګټونکې اعلان شوه

دغې نندارې دا ځل د اوسکار په ګډون اووه نورې جایزې هم وګټلې.

د ۲۰۲۳ اوسکار جایزې د مراسمو په پای کې د غوره نندارې جایزه د “هر څه، هر ځای، په یوه ځل” فلم جوړوونکو دانیال کوان او دانیال شاینهارت ته ورکړل شوه.

میشل یئو هم په دغه فلم کې د خپل ښه کار له امله د غوره ادا کارې جایزه وګټله او لومړنۍ اسیايۍ شوه چې دا جایزه یې ترلاسه کړه.

نور ولولئ: پټان فلم د نړۍ تر ټولو غوره بلاک بسټر فلم شو

مېرمن یئو چې کله دا جایزه اخیسته په خپلو خبرو کې په پوره جرئت وویل: “ټولې هغه نجونې او هلکان چې زما په څېر دي او نن شپه ما ګوري، پوه دې شي چې دا د هیلو او بریاوو ښکارندويي کوي.”

میشل یئو وايي دا جایزه د هغې خبرې لوی ثبوت دی چې وايي “خوبونه په حقیقت بدلېږي”

میشل یئو ښځې وهڅولې چې د خپلو موخو لپاره په میړانه مقابله وکړي

هغې ښځو ته په خطاب کې دا هم وویل: “هیچا ته اجازه مه ورکوئ چې تاسو ته ووايي، نه شئ بريالۍ کېدلی او درته ووايي چې د بریا پړاو او وخت مو تېر شوی.”

پر آغلې یئو سربېره د نندارې نورو اداکارانو جیمي لي کورټیس او کي هوی کوان هم د ملاتړو اداکارانو په ډله کې د اسکار جایزې ګټونکې اعلان شوې.

مېرمن یئو دویمه رنګین پوسته ښځه شوه چې له نږدې دوه لسیزو وروسته یې د اسکار غوره جایزه وګټله، له دې دمخه هالي بري یاده جایزه ګټلې وه.

دا لومړی خل و چې د غوره فلم، کارګردانۍ او نورې جایزې په یو ځل ګټي

د اسکار په تاریخ کې تر اوسه هېڅ داسې ننداره نه وه چې د غوره فلم، غوره کارکردګۍ او درې نورې جایزې په یوه وار ګټلې وي.

نور ولولئ: غوره کامیډي فلمونه چې تاسو یې باید وګورئ

دانیال کوان، دانیال شاینهارت او پال راجرز هم په دغه ننداره کې اوسکار جایزې ترلاسه کړې دي.

او له دوی سربېره برنډن فریزر هم توانبدلی چې په ننداره کې د خپل مخکښ رول د لوبولو له امله د غوره لوبغاړي ګټونکی اعلان شي او جایزه ترلاسه کړي.

۵۴ کلن فریزر کلونه له هالیووډ نه لېري پاتې شوی و خو د دې جایزې په ګټلو سره یو ځل بیا په زړه پورې ډول دې ډګر ته راستون شو.

فریزر تېرو لسیزو کې یو لوی فلمي ستوری پاتې شوی و او په ګڼو نندارو کې د لوبېدو له امله مشهور و خو وروستیو کې د خلکو له پامه لوېدلی و.

له دې نندارې پرته ګڼې نورې نندارې او سندرې هم د ۲۰۲۳ کال اسکار جایزې ګټونکي اعلان شوي دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button