نړیوال خبرونه

یو افغان ډاکټرد کرونا ویروس مخنیوي لپاره طرحه جوړه کړې

کرونا ناروغي د هرات په شمول د هۍواد یو شمېر نور ولایاتو ته هم رسيدلۍ او ۱۰۰ نه یی ډۍر خلک نیولي دي .که څه هم دا ویروس د انسانانو ته د زیان سره سره د ژوند په نورو اړخونو هم اغېز کړۍ او په ټوله کې بیا د افغانستان یی ډۍر اسر کړۍ په دغه لړ کې یو افغان ډاکټر د دې ویروس مخنيوي لپاره یوه طرحه جوړه کړې ده،

د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د افغان حکومت د مؤظفې کمېټې یو غړی ډاکتر جاوېد صافی وايي داسې طرحه‌یې جوړه کړې چې په عملي کېدو به‌یې ستونزه تر ډېره کنټرول شي.

ښاغلي صافي د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د وري ۰۷» د دې طرحې مهم ټکي له رسنیوسره په یوه مرکه کې شریک کړل هغه په ډیره ګڼه ګوڼه کې د نه ګرزیدو وړاندیز کړۍ دۍ او عامو وګړو ته د احتیات نه کار اخیستو څو وړاندیزونه کړي دي. ..

 نوموړي د ژوند مختلفو برخو کې مختلفو خلکو ته یو شمیر توصعی کړي دي د تجارتي مراکزو، پېر او پلور، دولتي دندو، عامه خدمتونو او نورو مهمو برخو لپاره سپارښتنې په دې طرحه کې ځای شوي.

د عامې روغتیا وزارت وایي په هرات کې نن له غرمې وروسته د کرونا ۶۸ شکمنې پېښې په لابراتوار کې کتل شوې چې ۲۲ یې مثبتې راوتلې دي. د هرات د عامې روغتیا ریاست وایي دا ټولې د هرات ولایت مربوط دي چې ۱۳ یې نارینه او ۹ یې ښځې دي. په دې سره په هرات کې د کرونا د مثبت پېښو شمېر ۱۰۶ ته ورسېد.

د روغتیا وزارت وایي د بدخشان ناروغ په دې وروستیو کې له ایران څخه هېواد ته راستون شوی دی.

په دې سره په ټول هېواد کې د کرونا د مثبت پیښو شمېر ۱۴۱ ته ورسېد. د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې دولتي او شخصي ادارې د ۳ اونیو لپاره ټړل شوي دغه اقدام د کابینې د یوې غونډې په ترڅ کې شوې ده دغه پریکړه د کرونا ویروس د زیاتیدو مخنیوي لپاره شوې د دې پرېکړې سره  په کابل ښار کې تګ راتګ بندیزولګېد.  

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button