نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

(یو این ایچ سی ار) پاکستان کی پینځه لاکو رجسټر افغانانو ته پروف کارډ پر ځای سمارټ کارډونو ورکړي

 افغانستان  افغانستان

د سمارټ کارډونو ورکولو دغې پروژه شروعپر وخت يو اېن اېچ سي ار ويلي وو. چې په پاکستان کې د خلکو  د ثبت اومعلوماتو  ادارې (نادرا) په همکاري به په شپږو مياشتو کې په هغه هېواد کې ميشتو شاوخوا ۱۴ لکه رجسټر افغانانو  کډوالو ته د تصديق وروسته نوي سمارټ کارډونه ورکوي. خو شاوخوا شپږ مياشتې تېرېدو باوجود تراوسه له ۳۵ فيصده زياتو رجسټر کډوالو تصديق شوي او نور لاهم پاتې دي.

دا هم ولولئ | عمران خان: نړیواله ټولنه له افغانستان سره کومک کوي

په پاکستان کې د يو اېن اېچ سي ار وياند قيصرخان اپرېدی پر۲۴مه د سېپټېمبر   وويل چې د کورونا وبا له امله دا پروژه  لږه د ځنډه  شوه خو هڅه کوی  چې د روان کال تر اخره  ټول رجسټرډ کډوالو ته دتصديق وروسته سمارټ کارډونه ورکړيلومړی  وايي، د نويو سمارټ کارډونو د  لارې دوی بانکيحسابونهخلاصولی  شي، د تعليم او روغتيا اسانتياوو ته لاره اسانه کولي شی

ښاغلی اپرېدی زیاتوي: “په پاکستان د يو اېن اېچ سي ار په ، د دغه ۱۴لاکو  کډوالو رجسټرډ د نوملړ  او کارډونو ترلاسه کولو دپاره يې په پاکستان کې ۴۰ مرکزونه خلاص کړی  دي چې پکې تر ټولو  نه زيات په خيبر پښتونخوا کې ديبلخوا په پاکستان کې يو شمېر کډوال ميشت بيا د نوملړ  دغه جریانمشکل  يادوي

خو په پېښور کې د افغان کمشنرېټ مشر عباس خان د پر ۲۳مه سېپټېمبر وويل چې د کډوالو دې مشکلاتو  ته په کتو  سره  پریکړه وکړې چې هر کس دې خپل ټاکل شوي مرکز  ته ورځي او هغلته به ورته د تصديق لپاره نیټه  ورکوي. نوموړی  زیاتوی لومړی به رجسټر کډوالو نیټه لاسته راوړلو  لپاره خاص شمیرو سره تماس ونیسی  او زيات رش له وجې به يې ټېلېفونونه نه روغ  کیږی  نو دوی به له دی  پروژی شکایت کوو خو اوس ورته د ټېلېفون کولوضرورت نشته  بلکې دوی دې خپلو منتخبمرکرونو ته ورځي هغوی به ورته نېټه ورکوي او دوی دې د تصديق لپاره بيا پر هغه نېټه ورځي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button