Uncategorized

یو شمېر اروپايي هېوادونه د هاګ محکمې لخوا د نتنیاهو د نیولو ملاتړ کوي

ځینو اروپايي هېوادونو ویلي چې د هاګ محکمې د هغه پرېکړې ملاتړ کوي چې د نتنیاهو د نیولو په اړه ده

په داسې حال کې چې کاناډا او یو شمېر اروپايي هېوادونو د جرمونو د نړۍوالې محکمې د پریکړې پر وړاندې په احتیاط سره موافقت ښودلی، امریکا د اسراییل د اوسني لومړي وزیر بنیامین نتنېاهو او د پخواني لومړي وزیر او دفاع وزیر یواو ګالانت د نیولو د حکم له صادرولو سره مخالفت کړی.

د جرمونو نړۍوالې محکمې د پنجشنبې په ورځ د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنېاهو، د دغه هیواد د پخواني دفاع وزیر او د حماس د چارواکو د نیولو امر وکړ. خو متحده ایالتونو د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او پخواني دفاع وزیر د نیولو په تړاو د جرمونو د نړیوالې محکمې امر رد کړ.

اسراییل او د حماس چارواکي د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر میاشتې د بريد او د غزې جګړې له کبله په جنګي جرمونو او بشریت ضد جنایتونو تورن شوي دي.

د هاګ نړیوالې محکمې صلاحیتونه

دا محکمه مسوولیت لري، چې «نسل وژنه، جنګي جرمونه، د بشریت ضد جرمونه او د جنسي تېري» مسایل وڅېړي او سرغړوونکو ته سزا وټاکي.

د اسراییل ولسمشر دغه حکم ظالمانه بللی دی.

نور ولولئ: نتنیاهو: تر هغه جګړې ته دوام ورکوم تر څو چې ټاکلو موخو ته ورسېږم

نور ولولئ: بایډن له نتنیاهو سره تلېفوني خبرو کې؛ په غزه کې اوربند ته اړتیا ده

نور ولولئ: اسرائیلي پوځ: له حزب الله سره په جګړه کې مو اته سرتېري وژل شوي

خو د امريکا په پرتله په کاناډا او اروپا کې د دغه حکم په اړه بېلابېل دريځونه نيول شوي دي.

د کاناډا لومړي وزیر جسټین ټروډو د پنجشنبې په ورځ د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: “کاناډا به د نړۍوالو محکمو له خوا صادر شوي ټولو قضاوتونو سره موافقت لري.”

په اروپا کې د بریتانیا د لومړۍ وزیرې ویاند د نتنیاهو او ګالانت د نیولو د حکم د صادریدو په غبرګون کې وویل، چې بریتانیا د جرمونو د نړۍوالې محکمې خپلواکۍ ته درناوی لري او لا هم په غزه کې د سمدستي اوربند د رامنځ ته کولو په هڅو متمرکزه ده.

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر جوزف بورل وویل، چې د دې حکمونو پلي کول د اروپايي اتحادیې پر ټولو غړو هېوادونو لازمي ده.

د بهرنیو چارو وزیرانو نظرونه

د ناروې د بهرنیو چارو وزیر اسپین بارت اید وویل: «دا مهمه ده چې د هاګ محکمه خپلې دندې په دقیق ډول ترسره کړي. زه ډاډه یم چې دا محکمه به قضیه د عادلانه محاکمې په لوړو معیارونو سره ترسره کړي.»

د ایرلنډ لومړي وزیر سیمون هریس وویل، چې هېواد یې د نړۍوالې جنایي محکمې رول ته درناوی کوي او زیاته یې کړه: “هرڅوک چې کولی شي اوس باید د محکمې د حیاتي دندو په ترسره کولو کې په عاجله توګه مرسته وکړي.”

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت ویاند کریسټوف لموین د هاګ د محکمې د حکم پر بنسټ د نتنېاهو د نیولو د احتمال په اړه که چېرې هغه فرانسې ته داخل شي د یوې پوښتنې په ځواب کې له دقیق ځواب ورکولو څخه ډډه وکړه.

هغه وویل: «دا موضوع له قانوني پلوه پیچلې ده او نن به یې په اړه څه نه وایي.»

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button