هنر او ادب

یو ګټور او هر اړخیز پلان څه ډول جوړ کړو؟

پلان جوړول چې یو مدیریتي اساس بلل کېږي، اسان نه دی او باید یو څوک زده کړې چې څنګه پلان جوړېږي

پلان جوړونه چې ذهني پروسه ده د مدیریت اساسي برخه ده، چې موخو ته د رسېدو لپاره یوه سازمان ته لارې چارې روښانه کوي، یعنې سازمان ته د هرې ځانګړې موخې ترلاسه کولو لپاره ټاکلې او ښکاره لاره ورښیي، چې څه وشي، کله وشي، څنګه وشي او څوک یې وکړي.

د یوه کار له پېښېدو څخه وړاندې د هغه کار په اړه منطقي فکر کولو ته چې د راتلونکو شرایطو په څرګندولو او ورسره چلند کولو کې له موږ سره مرسته کوي، پلان جوړونه وایي.

د پلان جوړولو ځانګړنې څه دي؟

۱. مدیریتي ځانګړنه: پلان جوړونه د مدیریت لومړنۍ او بنسټیزه دنده ده، چې نورو دندو لکه د کارکوونکو تشکیل، تنظیم، هدایت او کنټرول لپاره بنسټ جوړوي.

۲. د موخې ټاکل: دا برخه یې د سازمان د موخو پر پېژندلو، د بېلابېلو لارو چارو څرګندولو او مناسبه عملیاتي پلان جوړولو تمرکز کوي.

نور ولولئ: د مدیریت پېژندنه، د هغې مهارتونه او دندې

۳. ټول شمولیت: یعنې د سازمان هره برخه، سطحه او واحد خپل کار ته په کتو ورته اړتیا لري.

۴. دوامداره پروسه: پلان جوړونه دوامداره پروسه ده، ځکه چې پلانونه د یوې مشخصې میاشتنۍ، درې میاشتنۍ، کلنۍ او داسې نورو دورو لپاره جوړېږي او چې پای ته ورسېږي د سازمان اوسنیو او راتلونکو اړتیاوو او شرایطو او د تېر پلان ارزولو ته په کتو نوی پلان جوړېږي، یعنې د پلانونو جوړول، رامنځته کېدل او څارل د نورو پلانونو څخه په استفادې کېږي.

۵. ذهني پروسه: پلان جوړونه هغه ذهني بهیر دی، چې ماغزو، فکر کولو، اټکل کولو، دقیق انځورولو او نوښت ته اړتیا لري.

۶. د پلان کار له راتلونکي سره دی: د پلان جوړونې په بهیر کې د وړاندوینې، تجزیې او راتلونکو ننګونو سره په ښه بڼه تعامل کولو لپاره راتلونکي ته اجمالي نظر کېږي.

۷ پرېکړه کول: پلان جوړونه موخې ته د رسېدلو په بېلابېلو لارو کې د یوې داسې ښې لارې ټاکلو په موخه کارول کېږي، چې منفي پایلې یې په نشت حساب وي او مثبتې هغه یې ډېرې لوړې وي.

پلان جوړونه چې د سازمانونو اړتیا او د مدیرانو مسوولیت دی، د دې لپاره چې کار یې د موخو او مقاصدو ټاکل او ورته د رسېدلو لارو چارو سره دی، مدیرانو سره د ورځنیو شرایطو په تجزیه او تحلیل کې مرسته کوي.

د یو ښه پلان ارزښت په څه کې دی؟

د مدیرانو سره مرسته کوي، چې د سازمان د ګټې په موخه د موخو جوړولو او د فعالیتونو د ټاکلو په مرسته راتلونکي کارونه ښه کړي.

راتلونکي ته په کتو سره ګواښونه او سرګردانۍ راکموي.

فعالیتونو د همغږۍ لپاره سهولتونه رامنځته کوي، چې ورسره د فعالیتونو ترمنځ تداخل کمېږي او بې فایدې کارونه پکې لرې کېږي.

نور ولولئ : د خپلو پیسو مدیریت زده کړئ

د کارونو مسیر ټاکي مخکې له مخکې په ډاګه کوي چې په راتلونکې کې باید څه وشي.

راتلونکي فرصتونه او ګواښونه په ډاګه کوي.

د کارونو د کنټرول لپاره معیارونه برابروي، چې ورسره حقیقي او معیاري پرمختګ پرتله کېږي او د سمون زمینه یې جوړېږي.

پلان جوړونه د یوه سازمان که کورنۍ ده که لوی لوی شرکتونه د پایښت، ودې او بریا لپاره یوه بنسټیزه اړتیا ده، ځکه چې شرایط هر وخت بدلېدای شي او سل په سلو کې یې هېڅوک اټکل کولای نه شي.

يو پلان د جوړولو بېلابېل پړاوونه لري

د فرصتونو تحلیل

د موخو ټاکل

اټکل کول

د بېلابېلو لارو چارو مودندل

د بېلابېلو لارو چارو ارزول

د یوې لارې ټاکل

د کاري پلان پلي کول

بیا کتنه

په پلان جوړونې سره یوازې د یوه سازمان راتلونکی نه روښانه کېږي، بلکې ورسره مرسته کوي چې خپل راتلونکی خپله جوړ کړي. اغېزناک پلان باید واضح او ټول شموله وي، یعنې پلان باید داسې جوړ شي چې د سازمان ټول اړخونه په نظر کې ونیسي او خلک په اسانۍ پرې پوه شي.

بل که تاسو ښه پلان جوړونکی اوسی، نو تاسو به په خپلو چارو کې تر نورو ښه او کامیاب یاست.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button