اقتصاد او سوداګري

۱۲۰۳ کیلو بیروج د ۱۶۱ میلیونه افغانیو په ارزښت وپلورل شول

اړوند خبرونه: 

طالبانو د ۳.۵ میلیون ډالرو په ارزښت د پنجشیر زمرود پلورلي

اسلامي امارت د هېواد د اوسپنې کانونه داوطلبۍ ته وړاندې کوي

د ا.ا د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان وکړ، چې د بیروج یو زر او ۲۰۳ کیلوګرامه قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې په رسمي داوطلبۍ کې د ۱۶۱.۱ میلیون افغانیو په ارزښت پلورل شوي دي.

د قیمتي ډبرو سوداګرو د اتحادیې د مشر حاجي ناصر په وینا، د دې داوطلبۍ څخه ۱۶ میلیون افغانۍ د دولت خزانې ته سپارل شوي دي.

هغه زیاته کړه چې دا اقدام د دې لپاره شوی چې معاملې شفافې شي او په هېواد کې د قیمتي ډبرو سوداګرۍ ملاتړ وشي.

د لاجوردو، زمرد او بیروج په ګډون د قیمتي ډبرو بډایه زیرمو سره، افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه ګڼل کیږي چې په دې صنعت کې لوی ظرفیت لري.

باید وویل شي چې د پنجشېر زمرد د خپل شهرت له امله د هېواد په دننه او بهر کې په زیاته کچه بازار لري، او له امله ا.ا په وار وار داوطلبۍ وړاندې او وپلورل

په همدې حال کې د کلونو ناامنۍ او د اړینو زیربناوو نشتوالي له امله، د دې ډبرو رایستلو او صادرات له جدي ننګونو سره مخ شوي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکي وايي چې شفاف او قانوني داوطلبۍ کولی شي د قیمتي ډبرو صنعت ودې ته لاره هواره کړي او ملي عایدات زیات کړي.

د یادولو ده چې څو ورځې وړاندې د نورستان قیمتي ډبرې هم د ۱۵۰ میلیون افغانیو په ارزښت وپلورل شوې.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button